
روهي( یوه نۍ/۱۱ د وري)، منظور پشتین په مشرۍ نن ورځ په پېښور ښار کې د پښتون ساتنې غورځنګ له خوا غونډه وشوه، په یادې غونډې کې زرګونو خلکو برخه اخیستې وه.
منظور پشتین په خپلو کې د غونډې ګډون والو ته وویل چې د پاکستان حکومت دې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته د پای ټکی کېږدي، د همدا ډول زیاته کړه چې پخوانۍ فوځي مشر پروېز مشرف، د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله او هر یو ظالم دې محکمې ته راکش شي. پښتانه هيڅوک په مرګ نه شي ويرولی د پاکستان فوځ ستا پلار یې هم نه شي ويرولی.
د یاد ګوند یو بل مشر علي وزیر د پاکستان فوځ ته وویل چې ته غل یې، ظالم یې او د ټولو مشرانو قاتل یې او زه د پاکستان په هيڅ کومې ادارې باور نه لرم. دا تور مخي بیغرته باید د پښتنو د پاکې خاورې څخه ووځي.
علي وزیر د پاکستان فوځ خپل ځانته مخاطب کړ او ورته یې وویل چې ستا پتلون به د پښتنو په سیمو کې پاتې کېږي او ته ورڅخه شړم.