د لومړي ځل لپاره د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه محکمه کيږي چې ښايي پاکستان به هم په کې شامل وي

روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، د ملګرو ملتونو امنيت شورا په لومړ ځل سره پرېکړه کړې ده چې هغه هېوادونه به محکمه شي چې په نړۍ کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو هېوادنو په غوڅ اکثريت سره دغه پرېکړه تائيد کړې ده او ويلي دي چې د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه به په ګوته شي.

تر اوسه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو نومونه نه دي ښکاره شوي خو ويل کيږي چې ښايي پاکستان او د سيمې يو شمېر نور هېوادونه په کې شامل شي.

د پاکستان په اړه افغانستان، هندوستان او امريکا څو ځلې شکايتونه کړي وو، چې په خپله خاوره کې د وسله والو پټنځايونه لري او مالي ملاتړ کوي.