د جرمني پوليس: داعش سره تړاو لرونکي لس سخت دريځه بريدګر مو ونېول

روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، د جرمني پوليس وايي چې په تېرو دوه ورځو کې يې د جرمني په ایسن، دوسلدورف، اوپرتال، مونشنگلادباخ، دویسبورگ او اولم په ښارونو کې لس سخت دريځه وسله وال نېولي دي.

د پوليسو په وينا چې دغه کسان له داعش ډلې سره اړيکه لري او په جرمني کې يې د يو خونړي وسله واله بريد د کېدو پلان درلود.

جرمني امنيتي چارواکي وايي چې نېول شوي کسان د تاجکستان اوسېدونکي دي چې په جرمني کې يې د بريدونو پلانونه ترتيب کړي وو.

په خبر کې دا هم ويل شوي دي چې له بريدګرو سره چاړې او تر ۲۰ زره يورو هم نېول شوې دي.