هند او روسیې پرېکړه کړې چې په ګډه توغندي جوړوي

روهی( نۍ/۱۰ د وري)، د توغندیو جوړولو روسي شرکت مسوولین ویلي دي؛ دا ځل د چټکو توغندیو د تولید په موخه له هندي انجېنرانو سره په ګډه کار کوو او تمه ده چې راتلونکې کال به ښې لاسته راوړنې ولرو.
 
د براهموس په نامه د روسیې شرکت چې په روسیه کې فعالیت کوي دا ځل پلان لري چې له هندي انجېنرانو سره په ګډه چټک توغندي تولید کړي.
 
دغې کمپنۍ په ۲۰۰۱ کال کې کار پیل کړی او تر اوسه ښې لاسته راوړنې لري، اوس وایي چې د براهموس توغندي ته به د پراختیا په مرسته تر غږ چټک توغندی جوړ کړي.