د ترکیې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ولیدل

روهي( نۍ/۱۰ د وري)، دغه ناسته کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل تر کومه چې د پ ک ک او وای پ جي ترهګرې ډلې په سیمه کې شتون ولري په روسیه، ترکیه او د ترکیې، ګاونډیو هیوادونو او تر ټولو په مهم ګاونډي هیواد سوریه کې امنیت ټینګیدل ناممکنه خبره ده.
 
هغه دا څرګندونې د انتالیا په ولایت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

چاوش اوغلو خبري غونډې ته وویل چې امریکا خپلو همکارانو د پ ک ک او وای پ جي ترهګرو ډلو ته ډیرې زیاتې وسلې ورکړي دي.
 
هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ د یو څه موده مخکې پورې به امریکا ویل چې د داعش پر خلاف مبارزه د پایته رسیدو سره سم به نوموړې وسلې ددې ترهګرو نه راټولې کړی شي. خو له بدله مرغه چې نن بیا بل څه وايي. امریکا وايي چې غواړي خپلې ټولې وسلې دوې ته پریږدي.