
مجاهدينو د جهاد په تېرو کلونو کې د قرآن د ډېرو آيتونو مصداق په خپلو سترگو وليد، ډېر داسې خلک يې وليدل، چې د اتحاد تر پردې او شعار لاندې يې د اختلاف راولاړولو هڅې کولې، د بېلې ډلې جوړولو په موخه به يې د مجاهدينو تر منځ د يووالي تر نامه لاندې غونډې جوړې کړې؛ خو لنډه موده وروسته به څرگنده شوه، چې دا ډله د دښمنانو لخوا استخدام شوو ډلو لپاره غولونکي نومونه غوره کړي، ځينې د اتحاد په نامه د اختلاف لپاره، ځينې د اصلاح په نامه د افساد لپاره او ځينې د صلحې په نامه د جهاد په ضد ميدان ته راوباسي. قرآن موږ ته وايي: ځينې داسې دي، چې ځان ته مصلح وايي، د صلح او اصلاح په نامه به صحنې ته راوځي خو په حقيقت کې به د دښمن له لوري د افساد او اختلاف لپاره گمارل شوي وي، د مسلمانانو په وړاندې به ځان مسلمان گڼي خوکله، چې له خپل شيطان سره خلوت کوي نو ورته وايي: موږ ستاسو ملگري يو، پر مسلمانانو ملنډې وهو، د اسلام او اصلاح خبرې مو هسې د ملنډو خبرې دي، اصلي خبره مو همغه ده، چې تاسو يې غواړئ، له جهاد نه د خلکو راگرځول او وسله پر زمکه کېښودل!!
مجاهدين بايد دې ته متوجه وي، چې د دښمن چلند له يوې ډلې سره د معيار او محک په توگه ونيسي، هرې هغې ډلې ته بايد د شک په سترگه وگوري، چې دښمن يې په خپلې خوا کې مني، د دښمن تر تسلط لاندې په ډاډ او اطمينان سره اوسي، نه دښمن له دوى تشويش لري او نه دوى له دښمنه.
ځينې داسې دي، چې مجاهدين ته په سپکه سترگه گوري، هغه مجاهدين په سفاهت او کمعقلۍ تورنوي، چې د دښمن سره ډغري وهي، قرباني ورکوي، خطرونه گالي، سنگر ته درومي، شهيد کېږي، زنداني کيږي او له کړاوونو سره مخامخ کيږي، کله، چې دغو تسليم شوو اصلاح پالو او صلح او صلح غوښتونکو ته وويل شي، چې ولې د جهاد او مجاهدينو لار نه غوره کوئ؟ ولې دښمن ته تسليم شوى يې؟ ولې د کفر تر سلطې لاندې ژوند کوئ؟ ولې د فساد، الحاد، دين دښمنۍ، ظلم، د دښمن په لاس د بې وزلو مسلمانانو په وژلو اعتراض نه کوئ؟ نو ځواب يې دا وي، چې په جهاد او مقاومت څه نه ترلاسه کېږي!! لومړى بايد خلک اصلاح کړو، ځوانان وروزو، فکري او فرهنگي کار وکړو، له دغو مجاهدينو، چې په هېڅ نه پوهېږي او له اسلامي علومو بې خبره دي څه نه جوړېږي!!! دا همغه خبرې دي، چې منافقينو به د صحابه وو په اړه کولې!! قرآن منافقين داسې معرفي کوي.
او کله چې ورته وويل شي د دغو (مخلصو مؤمنو) خلکو په څېر ايمان راوړئ! وايي: آيا د دغو کمعقلو په څېر ايمان راوړو؟ خبردار، چې دوى په خپله کمعقله دي خو نه پوهيږي.
امريکايان تر خپلې سلطې لاندې داسې ډلو ته ضرورت لري، چې نوم يې اسلامي وي خو د مجاهدينو په ضد او دخلکو د غولولو لپاره ترې کار واخلي، د دوى په خوله ځوانان له جهاده راوگرځوي او ورته ووايي، چې له جنگ نه څه نه جوړېږي، د دوى په واسطه جهادي ډلې تضعيف کړي او له هغوى سره د ځوانانو د يو ځاى کېداى مخه ونيسي، د امريکايانو لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې افغانان له مقاومت نه لاس واخلي او وسله پر زمکه کېږدي او د امريکايانو لاس پوڅي نظام ومني، دا ډلې همدغه کار ورته کوي، دوى خپل مزدور او تحميلي رژيم ته د جمهوري اسلامي افغانستان نوم ورکړ، موخه يې دا وه، چې هم خلک وغولوي او هم د اسلامي نظام نوم بد کړي، دښمنانو تل مذهب د مذهب په ضد کارولى او د دين مقابله يې د دين تر نمه لاندې کړې، د اسلامي ډلو د ځپلو لپاره يې د اسلام تر نامه لاندې ډلې ميدان ته راايستلې، روسانو همدا کار وکړ، کله، چې د خپلو فوځونو، وسلو، پيسو او کمونيستو مزدورانو په زور د مقاومت له ځپلو عاجز شول د مجاهدينو تر نامه لاندې يوه ډله يې استخدام کړه، له کمونيستانو سره يې يوځاى کړه، د خپل فوځ نيمگړى جنگي ماموريت يې وروسپارو او په افغانستان کې د يوه اسلامي حکومت د جوړولو مخه يې ونيوله. همدغه ډله دا دې امريکايانو استخدام کړې او د مجاهدينو په ضد يې جنگوي.