بېړنی خبر: کشمیر کې د پولیسو په یو کاروان چاودنه  شوې ده

روهي( نۍ/۱۰ د وري)، د کشمیر جوهر تونل سره نژدې په یو موټر کې چادونه شوې ده، چاودنه هغه وخت رامینځته شوه کله چې له دغه ځای څخه د پولیسو یو کاروان تېرېده.
 
د ځایي سرچینو له قوله په دغې چاودنې کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی.
 

د همدې کال د فبرورۍ په ۱۴ نېټه په همدې ځای سره نژدې پلوامه سیمه کې په عسکرو برید کې ۴۰ هندي عسکرو خپل ژوند د لاسه ورکړی و.