
روهي( نۍ/۱۰ د وري)، عمران خان کوټې ته په خپل یو ورځني سفرکې ویلي دي چې د بلوچستان لپاره به په کوټه کې د سرطان یو روغتون جوړوي. نوموړي نن د کوټې د یوه ورځني سفر پر مهال وخت د زړه ناروغانو لپاره د یو روغتون بنیاد کېښود.
عمران خان له کوټې څخه تر ژوبه د۳۰۵ کلومیټره اوږد دوه طرفه سړک د پروژې پرانسته هم وکړه چې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ لاندې به په درېوو کلونو کې پوره کېږي.
عمران خان د همدغې ځای خلکو ته وویل چې د پاکستان پر مختګ د بلوچستان له پرمختګ سره تړلی دی او دوي یې تر سره کولو ته ژمن دي.
نوموړی نن عمران خان دا هم وویل چې ډېر ژر به له کوټې څخه د ایران تر پولې تفتان پورې د اورګاډي پټلۍ وغځول شي.