
ولسمشر غني به د شته چلنجونو پر وړاندې څومره مقاومت وکړي؟
ډاکتر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د ۲۰۱۴ز کال ولسمشرېزو ټاکنو وروسته چې ولسمشر غني د ملي يووالي حکومت هوکړه وکړه او د اجرائيه رياست په نوم يې نوی ارګان رامنځ ته کړ، له نيوکو سره مخ شو. له هغې وروسته د تېر حکومت هغه چارواکي چې په ټاکنيزو مبارزو کې له ولسمشر غني سره وو، په دې ترې خپه شول چې په واک يې برخه ورنه کړه او په دندو يې ونه ګمارل.
نيمګړې کابينه، خونړی امنيتي وضعيت، په سياسي څوکيو کې تغير او تبديل، د ژمنو ماتېدل، د طالبانو نفوذ او ورته نورې چارې هغه څه وو چې د ولسمشر غني د واک دوره يې له نيوکو ډکه کړه. که څه هم په په اقتصادي برخه کې ولسمشر غني بنسټيز کارونه تر سره کړل او افغانستان يې د اسيا زړه او څلور لاری جوړ کړ.
د ولس لپاره د ولسمشر غني بله ستره لاس ته روړانه د زورواکو په کور کېنول وو. نوموړی جنرال دوستم، عطا محمد نور، ډاکټر عبدالله عبدالله، حکمتيار، محمد محقق او د پخواني ولسمشر کرزي نېږدې کسان بې واکه کړل. که څه هم دغه کړنې ته لاس ته راوړنه وايي خو ياد کسان بيا د ولسمشر غني دغه کار د قدرت او واک انحصار يادوي.
د غني مخالفين له لومړيو دی يو کمروزی ولسمشر يادوي او پر ځای يې د لنډمهاله حکومت او له وخت وړاندو ټاکنو غوښتنه کوي. خو ولسمشر په تازه څرګندونو کې ويلي دي چې څلور نيم کاله يې حکومت وکړ او تر اخېرې ورځې به يې کوي.
اوس چې ولسمشرېزې ټاکنې د تلې مياشتې په شپږمه نېته اعلان شوې دي او د ولسمشر غني د واک دوره د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسيږي، نو چلنجونه او بدلونه به سر را ووهي. د ولسمشرېزو ټاکنو نوماندان او سياسي څېرې غواړي چې ولسمشر غني بايد د غبرګولی په لومړۍ نېټه واک خوشی کړي او تر ټاکنو چارې يو لنډمهاله حکومت ته وسپاري. خو ارګ بيا په دې برخه کې تر نوي حکومت د کار په غځېدو ټېنګار کوي.
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونېزه خپرونه کې په لاندې مسايلو خبرې کوو؛
۱- آيا ولسمشرېزې ټاکنې به په اعلان شوې نېټې تر سره شي؟
۲- ولسمشر غني به د جوزا له لومړی نېټې وروسته کار ته دوام وکړي او که په ګوښه کېدو به اړ شي؟
۳- ولسمشر غني څومره په تېره دوره کې د چلنجونو پر وړاندې مبارزه وکړ او سياست يې څومره بريالۍ وو؟
۴- په کې د محمد اشرف غني د واک دوره څنګه ارزوئ؟
۵- په راتلونکو ټاکنو کې د نوموړي د بيا بريا چانس څومره دی؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوسه په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د وري مياشتې ۹مه نېټه د ماښام له ۷:۳۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.