کرزي ته یو پرانیستى لیک




ددې سره سره چې اوس مهال د امریکې او غرب تر مشرۍ لاندې ټوله نړۍ د ډموکراسۍ او سیکولرزم تر سیوري لاندې نه یوازې دا چې د انسانیت وینې څښي، بلکې د هغې پر وړاندې د هر ډول سوچ سره په ډیره کلکه توګه مقابله کوي. اسلام چې اوس مهال د یوازیني رقیب په توګه د ډموکراسۍ (سکولرزم) پر وړاندې په هماغه توګه ثابت ولاړ دى، لکه څرنګه چې یې د سوسیالزم او کمونزم د نړیوالتوب مخې ته ولاړ و، د غرب او بالخصوص د امریکایي استعماري مفاداتو پر وړاندې یو وار بیا یو نه منونکې مانع ګرځیدلې دې. هغه غرب چې د وخت په عصري وسلو سمبال د خپلو میلیونونو عسکرو او په اسلامي خاورو کې دننه د هغوی هغو ګوډاګیانو له لارې چې نه به یې تاریخ، نه یې مسلمانان او نه به یې الله ج کله هم وبخښي، پر اسلامي خاورو یرغل وکړ او یوه خاوره یې د بلې په تعقیب کې د خپلې ولکې لاندې په دا شان راوستله، لکه څرنګه چې لیوان یوه معصومه غرڅه په خپلو کې ویشي او په نتیجه کې یې د مسلمانانو هغه حکومت (خلافت) کوم چې د محمد صلی الله علیه و سلم له خوا د مسلمانانو ډال، د الله تعالی سیورى او داسې نور بلل کیده، له منځه ولاړ. او دا هغه ورځ وه، له کومې چې د مسلمانانو بدبختۍ پیل شوې. مسلمانان نه یوازې دا چې مخامخ او یا په بلې لارې غلامۍ ته اړ کړل شوي دي، بلکې هر وخت د دوى د شومو سیاسي لوبواو جنګونو ښکار ګرځیدلي دي. دا که
د ښکېلاکګرو له خوا د شمالي افریقا خپل منځي جګړې وې او که د عربي هیوادونو د کودتاګانو لړۍ او که په شرقی اروپا، مرکزی آسیا او جنوبي آسیا کې د روسیې د قدرت د مخنیوي او د له منځه وړلو لپاره د مسلمانانو په دې ډول کارونه او قربانۍ لکه څنګه چې مار په دښمن وژني. که څه هم د روسیې پر وړاندې په افغانستان کې د مسلمانانو د قربانیو ټوله ګټه یوازې او یوازې دغو ښکیلاکګرو پورته کړه، خو بیا هم امت بیرته راویښ او د یرغلګرو د ظلم او زیاتي پر وړاندې د چپ پاتي کیدو شرمونکې کړنلاره نوره خپله نه کړه.
اوس مهال اسلامي نړۍ په تیره بیا افغانستان د یرغلګرو د ښکیلاک له لارې د چور او تالا او همدارنګه د بیلابیلو بې عزتیو او تیریو لاندې راغلى. د کانونو لوټونه، چې د امت ګډ مال دى، څخه رانیولې تر عام وژنې، د ماشومانو، ښځو او سپین ژیرو وژنه چې یا خو په مسلسله توګه د بمباریو او سپین فاسفورس له لارې سوزول او یا وژل کیږي او یا هم په سپو داړل کیږي او په یخو شپو کې درول کیږي. که چیرې افغانستان د عراق په شان د مطبوعاتي لاسرسیو له پاره آسانتیا درلودلى او همدارنګه ددې ګوتو په شمیر رسنۍ د ښکیلاکګرو له خوا په مستقیمه توګه نه وى څارل شوې، نو هغه د مسلمانو خویندو پر عزتونو متداوم تیرى چې ستا حکومت یې پټوي هم بهر ته به راوتلې وای. د نارینه و وژنه خو حتی ستا د حکومت امنیتي دستګاوې هم کوي چې په هکله يې هیڅ ډول پلتنې نه تر سره کیږي چې حتی ښکیلاک ګرو ته هم د هر عام وګړي د وژنې او په نښه کولو حق ورکړي. د شک پر بنسټ دا شان مسلمان وګړي نه دي چې په امان کې وي او دا شان کور نه دى چې وران نه شي. آن تر دې حده چې د شیدوخوړونکي ماشومان هم د مرميو خوراک کيږي. د افغانانو په ګډون د نړۍ هر مسلمان د قتل او نیونو جواز د هر ښکیلاکګر عسکر ته ورکړ شوى دى او آن تر دې چې هغوى ته په بد انداز کتلو سره هم د هغوی ژوند ته پای ورکولى شي. د خلکو مقدساتو ته توهین خو د معمول خبره ګرځیدلې ده
او دکفر دعوت خو خپله علني بڼه خپله کړې ده.
له بلې خوا یې په جوړو شویو تش په نامه حکومتونو کې دا شان افراد وګومارل چې نه یوازې دا چې کارپوه نه دي بلکې د بدې او مفسدې تاریخچې درلودونکي دي. دغه کسان دومره لوړو مقامونو ته رسیدلي دي چې تاسو یې کله د سولې په مشورتي جرګو کې راولئ او کله یې هم د هغوى په اړه د یو معمولي خبر په خپریدو سره لوى اقدامات تر سره کوئ. اوس مهال نه یوازې دا چې اسلامي امت په مختلفو هیوادونو په منځ کې ویشل شوى دى بلکې اوس یې د عراق په شان کله د شیعه او سني په بڼه، کله د پښتون او هندي مهاجر تر نامه، کله هم د قرغز او ازبک تر نامه او اوس د افغان (پښتون) او غیر پښتون له لارې په خپلو منځونو کې اچولي ترڅو یو او بل ووژني او ددوى (ښکیلاکګرو) کړنو ته یې د سره څخه پام نه شي. د نړۍ تر ټولو لوى، ځواکمن، بډایه او معتبر امت اوس تر ټولو وړ، کمزورى، فقیر او ذلیل ګرځیدلې. او دا ځکه چې د دغو تبرونو لاستي تاسو یاستئ. تا او پر امت تپل شوي ستا په شان مشرانو دغو وحشي، صلیبي او ښکیلاکګرو پوځونو ته زمونږ پر حق کې د هر څه کولو حق ورکړى دى. ستا په خوا کې دغه رویبده (کم عقله انسانان) چې سپینه ژیره او لنګۍ پر مخ او سر لري د کفر په تطبیق کې یې هیڅ تقصیر ندې پریښئ.
له بلې خوا دغه د امت لانورې تجریې ته چمتو غداران چې کله هند، کله جرمني او کله امریکې ته منډې وهي او یا هم د مسلمانانو د عزتونو باندې د تیریو په موخه د هغوى کورونو باندې اوس هم یرغلونه کوي، ستا په حکومت کې تر ټولو لوی مقامونه لري او د عزت خاوندان دي او بیا چې کله ومري، نو بیا یې ورته په اساسي قانون کې د رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه پورته مقام او درجه ورکول کیږي.
ستا د ملی شورا غړي څوک چې د هر یو کفري قانون د پلي کولو لپاره د هر هیواد د سفارتونو څخه په ښکاره پیسې تر لاسه کوي، چې واقعیت یې حتی ستا له خولې څخه هم یادیږي. ستا د حکومت پولیس تر دې حده ټیټ او سپک دي چې په دوى کې لوړپوړي په مسلسله توګه د خلکو لوڼې د هغوى د کورونو څخه په زوره رااوچتوي او بیا یې د هغې د عزت د لوټولو څخه وروسته د هغوى د کورونو مخې ته غورځوي. آیا کیدای شي چې یو وارې د زیږنتونونو خبر په خپله واخلې چیرې د دغو واقعاتو په ترڅ کې پیدا شوي ماشومان په مسلسله توګه ضایع کیږي؟ آیا کیدای شي چې یو وارې هم د شپې له خوا په وزیر اکبرخان کې د بهرنیانو میلمس
تونونه په خپله ؤګورئ چې څرنګې زمونږ ناموس او عزت د دغو خبیثانو د خیټو لاندې پراته دي؟ آیا کیدای شي چې یو وارې د هغو میندو خبر واخلئ د چا چې لور بې عزته شوې ده؟ خیر دى که زمونږ د مړو خبر نه اخلئ، مونږ خو هسې هم د اور لرګي یو، خو د ناموس خبر خو دې اخله. د میرویس خارج ته د پناه وړلو له ډاره په تلویزیونونو کې خو ژړا کولې شي، خو کیدای شي چې یو وارې د زمونږ د هغو لسګونو زرو خویندو لپاره وژاړې چې په تیرو لسو کلونو کې یې خپل عزت او عفت له لاسه ورکړ؟ ستا سره په خوا کې ناست دغه نه شرمیدونکي د الله دښمنان چې د ګور پر غاړه ناست دي،اوس دا آواز نه پورته کوي چې ناموس درخطر است، ځکه چې ددوى په بانکي حسابونوکې به هغه میلیونونو ډالرو ته زیان ورسیږي کوم چې د همدغې ناموس خرڅونې له لارې یې تر لاسه کړي دي.
له بلې خوا کله چې دغو ښکیلاکګرو ته د محافظینو خطاب کوې، نو د مسلمانانو د هرې هغې وینې څاڅکې تویدنې ته چې د حدیث سره سم د زرګونو کعبو څخه لوړ مقام لري جواز ورکوې. هر هغه مسلمانې عفت او عزت چې د جبریل امین د وزرونو د سوزیدنې سره سمون لري، مجاز او برحق ګرځوې او هر هغه کور چې د هر مسلمان حیا او عزت پکې خوندي وي ته قانوناً مجاز ورکوې.که چیرې ستاسو لور (چې الله ترې محرومه کړې یې)، خور، ښځه او مور د دغو شانتو تیریو سره مخامخ شوې واى، نو تاسو به غلي ناست وى؟ د خپل پلار د وینو په انتقام کې ستاسو تر اوسه هم د آی اس آی سره دښمني ده، خو د هغې سي آی اې په وینا چې همدغې
آی اس آی دغه عمل ترسره کړې و، او اوس هم سي آی اې په افغانستان کې د خلکو د کور څه وکړي وژني او څه یې د ځانه سره وړي. دا کارونه تر هغې حده پورې زیات شول چې د پارلمان وکیلان هم ترینه محفوظ پاتي نشول.
تر کله پورې به دغه ټول ترسره کوې؟ ستا سره د میرویس کرزي د بهر میشت کیدو غم شته، خو د خپل ځان غم نشته چې مرګ دې ډیر ژر راتلونکې دى او ستا ځای به څه وي؟ او بیا د چا لپاره چې ته د خپلو خلکو وینې، ملکیتونه او عزتونه قربانوې هماغه ښکیلاکګر بیا ستا د مرګ پلانونه جوړوي؟ آیا دا سودا د هوښیاری ده؟ زه ګومان نه کوم چې د دوو کلونو زوی هم دا شان سوداګري ته غاړه کښینږدي.
د دغو ښکیلاکګرو څخه چې د انسانیت ښکاره دښمنان دي د عزت تمه مه لره. بې شکه ستا په خوا کې راټول شوي روان اسلامي کتابتونونه چې د عالم په بڼه کې ناست دي لا له وړاندې یې دین په هماغه شان د مطاع په بدل کې خرڅ کړى دى لکه څرنګه چې یهودیانو کړې و او الله جل جلاله یې په هکله دا شان ویلي دي:
اوس چې وضعیت بربنډ او ددغې ښکیلاک او یرغل اصلي مقصد خلکو ته ښکاره شو چې یوازې او یوازې د زمونږ د سر، عزت او مال د لوټونې په موخه تر سره شوى دى او بس او همدارنګه د هغوی پر وړاندې ستا قربانۍ او ستا پر وړاندې د هغوی د سازشونو پرده پورته شوې ده، لا هم ناوخته شوې نه دې، ځکه چې لا تر اوسه هم د نړۍ مسلمانان په دې ګومان دي، چې ته مسلمان یې، نو راپاڅه او لږ څه خو ترسره کړه. د نارینوو سره په خوا کې ددې امت ښځې به هم پر تا غیرت ؤکړي او ستا تر مشرۍ لاندې به د غیرت جنګ لپاره ؤجنګیږي. که یقین دې نه شته نو د ملالۍ کیسه خو به در په یاده وي. ستا ملی اردو اوس ددې توان لري چې که د زمرو په دغو ګیدړو ور ودرومي او زمونږ عزت شان او شوکت دې بیرته راته ترلاسه کړي. پام کوه چې ونه ډاریږې، ځکه چې یقیناً د هغې تر شا به شیطان وي. هسې هم د یو انسان اجل نه بدلیدونکى دى او دا هغه څه دي چې که یو مسلمان پرې متیقن نه ويؤ نو کافر دى، نو که دغه عجل د شهادت په شکل کې انسان ته ورشي نو تر هغې لوی مقام به بل کوم یو وي؟
ګوره کفارو د خپلو کفري او پوچو مفکورو لپاره د مقام، شهرت او دولت او حتی د ځان او مال قرباني ورکړې ده، نو بیا ته ولې زړه غورځوي؟
پورته شه او همت وکړه، مونږ به ستا سره یو ان شاالله! لښکر دې په ما ان شاالله