مسکو ټرمپ ته په خطاب کې: په وېنزوېلا کې زمونږ پوځيان چکر ته نه دي تللي چې ته وايې بهر دې شي

روهي (جمعه/۸ د وري)، د روسيې بهرنيو چارو وزارت د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه څرګندونو په اړه توند غبرګون ښوودلی دی چې له وېنزوېلا يې د روسيي پوځيانو د وتلو ويلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارا وي دي، چې په وېنزوېلا کې روسيي پوځيان د چکر لپاره نه دي تللي او نه هم کوم سيلانيان دي، د ټرمپ دا خبره چې روسيي پوځيان دې بهر شي بايد روښانه شي.

د روسيې ولسمشر ټرمپ هم ويلي وو چې له وېنزوېلا او يا د نړۍ کوم بل هېواد سره بايد د روسيې همکاريو ته د شک او وېرې په سترګه ونه کتل شي.

ټرمپ وېنزوېلا ته د سلو روسيي پوځيانو د لېږد په اړه غبرګون ښوودلی دی او ويلي دي چې مسکو دې خپل پوځيان له وېنزوېلا وباسي.