د نړۍ محافظ ترين رهبران (ولسمشران )!

هر هېواد سياسي ، اجتماعي او اقتصادي مشکلات لري، نو ددې سر بېره هم ځينې يې بيا داسې هېوادونه هم شته چې د خپل ګاونډيو هېوادونو سره د اقتصاد او سياسي مشکلاتو سره ښه سم ښکر په ښکر دي،  خو له دې سره سره بيا هم اشخاص پورته کيږي او ځان د همغه هېواد ولسمشر نومانده وي، خو دوی بيا مسوليت لري چې ددې هېواد پوره نمائينده ګي وکړي، نو د سياسي ټکرونو او نورو مشکلاتو سره او نورو ستونزو په سر دوی مجبور او مکلف دي چې دوی خپل ساتونکي( ګارد ) له نيږدې دوستانو او ملګرو له ډلې له ځانه سره ولري، نو دلته مو هغه بهترين او پور نفوسه ولسمشران درته راټول کړي چې په کلکه يې ساتنه کيږي او د ځان لپاره يې ساتونکي په لس ګونه او يا هم په سلګونه کسان مقرر کړي دي.
 
۱ لمړۍ: کېم جونګ اون ، د شمالي کوريا ولسمشر:
تاسو ته بهتره مالومه ده چې له پورته نوم سره اشنايي لری چې د شمالي کوريا يو ديکتاتور او سیاسي ولسمشر ګڼل کيږي، کيم جونګ اون چې لمړۍ ليدنه يې د جنوبي کوريا له ولسمشر سره کوله ډېره حيرانوونې او عجز شکل سره دې هېواد ته يې سفر او له ولسشمر سره يې ليدنه وکړه، له نوموړي سره په لسګونه زريدار موتر روان وو او له دې سره سره بيا بيا هم د کيم جونګ اون له موتر سره درې طرف ګرد چاپيره پياده ساتونکي روان کړي وي او له موتر سره يې منډې وهي، د کيم جونګ اون د ليدنې پر مهاله له هېواده بهر او په داخل د هېواد کې د نوموړي له موتر سره په لسګونه موتر سايکل او نور موتر روان وي، دا موتران يې هم درې طرفه روان وي ، لمړۍ او حيرانونکي ولسمشر وو چې دده له موتر سره درې طرفه شخصي ساتونکي منډې وهي، د راپورونو له مخې چې د کيم جونګ اون پورې خپاره شوي دي تر اوسه پورې کېم جونګ اون ۵۰۰۰۰ پنځوس زره ساتونکي لري چې دغه ساتونکي يې له نيږدې دوستانو او خپلوانو څخه دي.
 
۲ دويم : رجب طيب اردوغان د ترکيه ولسمشر:
د ترکيه ولسمشر هم له هغو ولسمشرانو څخه شمېرل کيږي چې په جدي سره ترې ساتنه کيږي، د داخلي سفرونو او خارجي سفرونو لپاره چې په سلګونه توګه ساتونکي ورته ګمارل شوي وي .
د نوموړي په سفر کې دومره په تېزی سره او تېز شيدت سره موتران ځي چې د ښار د سړکونو او اشارو لپاره ورته د کوم ډول درېدل هم امکان نلري، د نوموړي هغه موټران چې له ده سره په يو ځای د سفر په موخه ځي په خاصو چراغونو سره مجهز دي او ددې چراغونو په نظر سره د انسانانو سترګو ته ته يو درد ورکوي او مالوميږي نه چې ددې سړک د تېرېدلو په وخت څه وو؟ د نوموړي ساتونکي د يوې خاصې سلاح مجهز هم دي چې هغې سلاح ته بيا درز کوپ هم ويلی شو چې د سفر په وخت کې دغه ساتونکي په بېلا بېلو ځايونو کې تعين او خونديږي او د هر ساتونکي سلاح يې د يو دروبين( زربين ) درلودونکې هم دی، د طيب اردوغان ډېری وخت د خپل کمپاين پر وخت نورو ولايتونو ته په بس کې هم سفرونه کوي او کله کله هم له خپلو خلکو سره د مينې په پار په بس کې سفر کوي.
 
۳ درېيم : شنزو اب د جاپان ځوان او لمړنۍ وزير دی چې د ولسمشر ډxری صلاحيتونه نوموړی په ځان لري:
شنزو اب د سفرونو پرمهال د څو زري دارو موترو سره سفرونه کوي ، کله چې په سفرونو ځي نو د جادې(سړکونو) بندول نه کوي او داسې سفر کوي لږ ښاري، خو فرق يې څه وي؟ دغه د شمالي کوريا ولسمشر کيم جونګ اون ولسمشر په شان له خپل موتر سره درې طرف ساتونکي منډې وهي او حفاظت يې کوي.
 
۴ څلورم: ملکه الزابت دوم (د برتانيه ملکه):
ملکه الزابت که څه هم د ښځينو له جملي شمېرل کيږي، دغه هم د جاپان لمړنۍ وزير په څېر دندې او سلاحيت لري، ددې حفاظت يا ساتلو لپاره د کال په سلګونه مېليونه ډالر مصرف کيږي، هر کله چې الرزابت په سفر ځي ټولې جادې او سړکونه يې د نوموړې  د تګ پرمهال خلاص وي، ددې تګ نه يواځې چې زميني ساتنه ترې کيږي بلکې د هوايي ځواک له لارې يې هم ساتنه کيږي او د هر ساتونکي سره يې سلاح دوربين باندې او نورو وسايلو باندې منظمه وي او د هوايي ځواک له خوا هم په خاصو کمرو کنټروليږي.
 
۵ پنځم: ډونال ټرامپ، د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر:
نوموړی چې د امريکا ولسمشرۍ په حيث ځان نوماند وو ، نو د خپلې دندې څخه يې مخکې لا په سلګونه سمندري، هوايي او زميني ساتونکي ګمارلي وو، د لوړې مراسمو لپاره يې دا هر څه او دا ټول ځواک شخصي ګمارلي وو، د  CNN راپورونو لخوا څېړل او خپور شوي دي چې د نوموړي ساتونکي د يوې ورځې يو مېليون ډالره لګښت لري.
 
۶ شپږم : ولاد مير پوتين، د روسيې ولسمشر:
پوتين خپل حفاظت د (فدرال) په نوم يو استخباراتي ، پټ او قوي ترين ارګان دی چې په غاړه يې اخیستی دیؤ ددې ارګان ټول مواد او طلاعات د بدن په ګډون پټ/محرم دي او هېڅوک نشي کولای چې په دې مالوماتو پوه شي.
 
د پوتين په اړه چې ځينو اداراتو لخوا پرې راپورونه وړاندې شوي دي ، د پوتين شخصي ساتونکي ټول ټال ۵۰۰۰۰ پنځوس زره دي چې دغه ساتونکي يې د خپلو نيږدې دوستانو له ډلې دي چې ساتنه ترې کوي، دا ساتونکي د خپلو سترګو او نورو موادو په اساس د پوتين موتر او سفري کاروان له درې کيلومتره لرې څخه څاري او د ساتونکو نظر لاندې وي او دغه ساتونکي کله هم ځانګړي عمليات کوي چې ددې جزيات او مالومات پټ او خوندي وي.
 
۷ اووم: شي جينګ پينګ د چين ولسمشر:
شي جينګ پينګ د رجال برجسته نظامي ارګان لخوا ساتل کيږي او ساتنه يې کوي، چې دغه ډله برجسته او قوي دی او دغه ډله (سنترال سيکوريټي بيليو) نوميږي چې دغه ډله يواځې اته زره ساتونکي دي چې په اوو ۷ ګروپونو يې ویشلې دي او دا اوو ګروپونه بېلا بېل دندې( وظايف ) په غاړه لري، دغه ساتونکو ته په ډېره سختۍ سره تمرين کيږي او تمرين ورکول کيږي، ترڅو د چين د رهبر څخه په سمه توګه ساتنه وکړي او دغه ساتونکي په يو وخت کې له ځانه سره درې نوعه سلاح اتنقالوي( ګرځوي ).
 
۸ اتم: پاپ فرانسيس، د واتيکان شهري او ريیس جمهور:
پاپ پرانسيس که څه هم د کاتونيک معنوي مشر شمېرل کيږي، خو په عين زمان کې د واتيکان رهبر هم شمېرل کيږي چې تاسو ته بهتره مالومه ده واتيکان يو مستقل شهري دولت ګڼل کيږي چې د ننه په روم هېواد کې قرار لري ، پاپ فرانسيس د شخصي ساتونکو ته تمرين ورکول کيږي ترڅو له خپل مشر څخه په سمه توګه ساتنه وکړي او دا ساتونکي د مختلفو سلاوو څخه استفاده کوي.
 
۹ نهم: محمداشرف غني د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشر:
محمد اشرف غني هم له هغو محافظ ترينو رهبرانو څخه شمېرل کيږي چې د نړۍ نورو هېوادونو کې په شيدت سره ترې ساتنه کيږي.
د افغانستان نورو ناحوالو ته په کتو سره ولسمشران حق لري چې د خپلو ساتونکو په ليکو کې هغه اشخاص وګماري چې دوی او وطن ته وفاداره پاتې شي ، خو په افغانستان کې بيا د ولسمشر ساتونکي PPS   په نامه سره ياديږي چې په ډېر قوت او مرال سره د خپل ولسمشر څخه ساتنه کوي، نو د دې پي پي اس يواځينۍ ځينې ساتونکي د ارګ په داخل کې له ولسمشر لپاره ګمارل کيږي او ځينې يې بيا له ده سره په سفرونو کې هم موجود وي.
 
ولسمشر کله چې نورو ولايتونو ته سفر کوي له خپل سفر څخه وړاندې همغه ځای ته يواځې هم ۲۰۰ او يا هم ۶۰۰ شپږسوه تنه د پي پي اس ساتونکي ليږي تر رسېدو وروسته د همغه ځای ټول نظاميان له همغه ځای څخه رخصت کوي، او وروسته همغه ځای په تربيه شويو سپيو څاري او کنټرول کوي، کله چې ولسمشر خپل سفر پرمهال له الوتکې او يا هم له موتر څخه د ښکته کيدو وروسته د پياده تګ پر مهال له شپږو اړخونو څخه ساتل کيږي، کله هم ولسمشر چې له نظاميانو سره ليدنه او کتنه کوي نو له کتلو او خبرو اترو څخه مخکې دوی ټول سربازان خالي سلاح کيږي .