عمران خان: په پنځو کالو کې به پنځوس لکه کورونه جوړوي   

روهي( جمعه/۹ د وري)، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په هېواد کې د پنځوس لاکه کورونو جوړولو کار د اپرېل په مياشت کې د شروع کولو ویلي دي.
 
د پاکستان د ولس زیاته برخه بیا په دې اند دي چې دا سخت کار دی او دا یوه سياسي کړنه ده خو عمران خان ویلي دا کار کولی شي په دې کې به ډېرخنډونه راځي او دا يو لوی هدف دی.
 
لومړي وزیر ویلي دي دا پروژه د غريب ولس لپاره ده چې د کور اخیستو توان نه لري.