دغه لس سهارني عادتونه به مو ژوند بدل کړي!

پوهان وایې چې د سهار لمړنی ساعت د ټولې ورځې بدلوونکی دی،نو که غواړی یوه ښه ورځ ولری، ښه سهار پیل کړئ.

نو د یو منظم، صحتمند او خوښ ژوند لپاره لاندې لارښوونې عملي کړئ!

۱: ورځ مو وختي پیل کړئ!
مسلمانان هسې هم وختي پاڅیږي،نو که وختي پاڅیږئ،ټوله ورځ به مو دماغ ارام او تازه وي،د اپلایډ ټولنیزې ارواپوهنې د مرکز د څېړنو پر اساس هفه کسان چې وختي ورځ شروع کوي نسبت هغو کسانو ته چې ناوخته ورځ شروع کوي زیات فعال او چُست وي،خو له راپاڅیدلو وروسته بیرته باید تر لمر ختو پورې ویده نشئ.

۲: سهار وختي مو د کوټې کړکۍ خلاصې کړئ
د کوټې د کړکیو خلاصول مو د صحت لپاره ډیر ضروري دي،د صحت د نړیوال سازمان د څېړنو له مخې کوټې ته د لمر وړانګو ننوتل د ویښوالي لمړنی پړاو دی،ځکه د لمر وړانګې د بیالوژیکي سیستم په تحریکولو سره ستاسې د خوب دوران منظموي او خوښي دربښي،همدا ډول د vit D یوه ښه سرچینه ده.

۳: اوبه وڅښئ
د سهار وختي د اوبو څښل د ډیرو نورو ګټو تر څنګ د هضم سره ډیره مرسته کوي نو د یو ښه هضمي سیستم او روښانه پوستکي د لرلو لپاره باید سهار وختي کم تر کمه څلور ګیلاسه تودې اوبه وڅښئ،که لیمو ورسره یو ځای کړی نو له بدن مو زهري مواد وباسي،وزن مو کموي او د زړه حملې خطر کموي.

۴: ولامبئ
سهار لامبل د صفایی تر څنګ مو وجود او دماغ تازه کوي،د وینې دوران مو تېزوي او ستړیا مو له منځه وړي.

۵: پلان جوړ کړئ
د سهار په شروع کې مو کم تر کمه لس دقیقې ورځني پلان ته ورکړئ،ورځنی پلان جوړ کړئ او منظم یې کړی تر څو لنډ مهاله او اوږد مهاله هدفونو ته ورسیږی.

۶: تمرین وکړئ
هر ډول ورزش چې کوی ویې کړئ ځکه چې ورزش مو د وینې جریان چټکوي،انرژي درکوي،د بدن د غوړو د ویلي کولو سره مو د انرژی تولید چټکیږي،د خوښۍ هورمونونو اخراج ته لاره برابروي او وجود مو قوي کوي.

۷: له مبایل لرې واوسیږئ
د سهار په لمړنیو دوو ساعتونو کې باید له مبایل لرې واوسیږئ ځکه له یوې خوا مو پرې وخت ضایع کیږي او بل لوري ممکن داسې څه بد ترې واوری چې ټوله ورځ مو در خرابه کړي.

۸: یو تشویق ورکوونکي لیکنه ولولۀ
څه ډول چې ورزش مو په فزیکي توګه سالم ساتي په همدې ډول سهار مهال مو د الهام لرونکو لیکنو لوستل مو په فکري ډول خپلو کارونو ته هڅوي.

۹:د خوښیو لېست ولیکۀ
سهار مهال هغه کارونه ولیکۀ چې تاته خوښي درکوي لکه د یو چا سره مرسته کول،د یو نېک کار کول ...

۱۰: ښه سهارنۍ وخورئ
سهارنۍ کې باید صحي او قوي خواړه وخورئ لکه غلې دانې،میوې،شیدې او پروټین لرونکي خواړه تر څو ټوله ورځ مو بدن فعاله وساتي.