
روهي (پنځه نۍ/۸ د وري)، د بښنې نړيوال سازمان د پاکستان له حکومت او پوځ غوښتي دي چې د خپلو خلکو ځورول او ورک ول پرېږدي.
دغه سازمان ويلي دي چې د بلوڅو او پښتنو ځورول، ورکېدل د پاکستان په لمن يو تور داغ دی او بايد د پاکستان حکومت دغه کړنې بس کړي.
په پاکستان کې له کالونو راهيسې بلوڅان او پښتانه د ترهګرو په نوم وژل کيږي، ځورول کيږي او په زندانونو کې اچول شوي دي.
له تېر يو کال راهيسې د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ هم د پاکستان د حکومت او پوځ د دغه چارې پر وړاندې غږ اوچت کړی او مبارزه يې پيل کړې ده.