اسراییلو په سوریه کې د ایران پر فوځي تاسیساتو بریدونه کړي

روهي( پنځه نۍ/۸ د وري)، نن ورځې په لومړیو کې د اسراییلو هوايي ځواک د سوریې په حلب ښار کې کې د ایران پر فوځي تاسیساتو هوایي بریدونه کړي دي.
 
د نړیوالو ځینو سرچینو له قوله؛ د اسراییلو هوايي ځواک هغه مرکزونه په نښه کړي چې د سپاه پاسداران وسلې او کسان پکې ځای پر ځای وو.
 
د سوریې پوځ هم دغه برید تایید کړی دی خو وایي دوی توانېدلي چې د اسراییلو څو توغندي شنډ کړي.