ټرمپ : روسیه باید خپل سرتیري د ونزویلا نه وباسي

روهي( پنځه نۍ/۸ د وری)، ټرمپ ویلي دي چې د ونزوېلا په مسئله کې په ټولو انتخابونو خبرې روانې دي. هغه د لومړي ځل لپاره په مسکو په مستقیمه توګه غږ وکړ چې د ونزویلا نه ووځي.
 
د ونزویلا د حکومت ستر مخالف خوان ګوایدو میرمن فابیانا روسالیس دي ګوایدو يي په سپینه ماڼۍ کې حضور ته ومنله. هغه د میرمن ګوایدو سره د لیدنې پر مهال خبري رسنیو ته وویل چې په ونزویلا کې د خوان ګوایدو او د هغه د ډلې ترڅنګ ولاړ دی او کلک ملاتړ ترینه کوي.
 
هغه میرمن ګوایدو ته په خطاب کې وویل چې سل په سلو کې ستاسې او د ونزویلا د ازادۍ غوښتونکي ملت ترڅنګ ولاړ یو او ستاسې نه قوي ملاتړ کوو.