
روهي( څلورنۍ/۷ د حمل)، هند ويلي خپلو هوایي اثاثو ته د پرتو ګواښونو مخنيوي لپاره يې د يو سيټيلا يټ ضد توغندي ازموينه کړې خو وايي په خلا کې دوسلو زغل ته دننوتلو هيڅ پلان نه لري.
نريندر مودي ددغه ازموينې ستاينه کړې،دا يې لویه لاسته راوړنه بللې او ويلي يې دي چې له امريکا، روسيې او چين څخه وروستو هند څلورم هيواد دى چې دغه رقم سيټلايټ ضد وسله يې کارولې ده.
دهند دبهرنو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي "دسيټلايټ ضد توغندي دازموينې له لارې ترلاسه کړى شوى توان زمونږ مخ په زياتيدونکو خلايي اثاثو ته داوږدې فاصلې له توغنديو څخه باوري دفاع ورکوي