
روهي( څلورنۍ/۷ د حمل)، د امریکا د پوځ یو تن پخواني سرتیري د اسلام او مسلمانانو پر مقابل کې سخت نفرت او کینه په مینه او محبت بدله شوه. نوموړي امریکايي سرتیري د اسلام پر مقابل کې د سخت نفرت او کینې له امله غوښتل چې یو اسلامي مرکز بمي بریدونه وکړي خو کله چې د کشف په خاطر د نوموړي مرکز نه لیدنه وکړه د اسلام د دین د ډیر سخت تاثیر لاندې راغی او د اسلام پر مبارک دین یې قبول کړ
پداسې حال کې چې په نوي زیلاند کې پر دوو جوماتونو د ترهګري برید او په لویدیځه نړۍ کې د سپین پوستو سره د ځانګړي چلند او اسلام دښمنۍ په اړه بحثونه دوام لري د ریچارد مک کیني په نامه د امریکا د پخواني عسکر د ژوند کیسې د ټولو توجه ځانته جلب کړې ده.
مک کیني ویلي د امریکا د انډیانا په ایالت کې په یو اسلامي مرکز د بمي بریدونو پلان جوړ کړی وو. د برید نه مخکې وغوښتل چې د یاد شوي مرکز نه لیدنه وکړي ، خو کله چې دې مرکز ته لاړ د اسلام د مبارک دین د ډیر سخت تاثیر لاندې راغی.