
لیکوال : حکمتیار
ژباړن : حزب الله اتل
قران هماغسې لکه څنګه چې دانسان د ژوند ټولو اړخونولپاره هغه که شخصي وي يا ټولنيز، يو شميرمعيارونه اولوازم ټاکلي دي اوپه واضحه توګه يې مخاطب ته وړاندې کوي ،ښه له بدو اوګټه لرونکي له ضررلرونکي څخه راپيژني .
د شعر اوعرفان په اړه هم د يو شمير دقيقواوواضحو معيارونوڅرګندونه کوي ، ښه اوبد شعر داسلامي اوغير اسلامي عرفان ترمنځ ليکه راکاږي، څوک چې په قران باور لري اود خپل ژوند دټولو بعدونولپاره يې د لارښود په حېث مني، مکلف دى چې دشعر په اړه دغه لوازم اومعيارونه مراعت کړي ، دا لارښونې عملي کړي اوعرفان په دې هنداره کې ارزيابي کړي .
قران شعر په دوه ډولونو تقسيموي :
د منحريفينواوګمراه عناصرو زړه غوښتونکى : هغه شعر دى ، چى واضح پيغام نلري ،هدف اوطرف يې معلوم اوښکاره نه وي ، د انسانانو د مقدسو اهدافو خادم نه وي ، شاعر يې په هره دره کې سرګردان وي هرې څانګې ته لاس اچوي دانسانانو دعملي ژوند سره سرو کار نلري دخيالونو رابرڅيرونکى وي ، له ځمکې شکيدلى اواسمان ته نه رسيدونکى ، د دې دوو ترمنځ په فضا کې بند پاتي وي ، نه يې دالوت طرف معلوم وي اونه يې دراښکته کيدو ځاى معلوم وي ، په هرطرف غشي وروي ، خوبې نښئ اونقشې !
په خپل شعرکې داسې شيان بيانوي ،چې نه پرې دعمل کولواراده لري اونه يې توان ،اراده اوجرئت لري .
شعرچې له ايمان اوباور څخه سرچينه واخلي، د صالح اونيک عمل په خدمت کې وي له ژوندي زړه دالله په ياد کې راټوکيدلى وي ، ټول دالله تعالى ياد اوذکر وي ، د مظلوم دفرياد انعکاس کوي ،په خپل شعر سره له ظالم څخه انتقام اخلي اوله مظلوم څخه دفاع کوي، قران ددې دوه ډوله شعرونو په اړه فرمايي :
والشعرا يتبعهم الغاون ،الم تر انهم فى کل واديهيمون، وانهم يقولون مالا يفعلون ( الشعرا ٢٢٤-٢٢٦).
دغه شاعران له ګمراهانو پيروي کوي ، مګر نګوري دوى چې هغوى په هره دره کې سرګردان دي. داسې شيان وايي چې په هغو عمل نکوي .
قران ددې اياتونو څخه يو څو دقيق معيارونه د بد شعر پيژندلو په اړه زمونږ مخې ته ږدي .
هغه شعر چې دګمراهانو اوبدکارانو په ټولي کې مقبوليت اوښائسته والى لري ، دهغوى په صفونو کې زمزمه کيږي ، ددې ډلې خلک يې په تګلاره ځي ،خپل محفل پرې روښانوي ، بد کرداره اوبد رفتاره عناصرد دغو شعرونو په هنداره کې خپل احساسا ت لټوي، بيکاره اوبدفرهنګ پکې کارول شوى ؛ درندانود مجالسو استعماليدونکي الفاظ پکې نقش لوبوي ، ساقي اودخرافاتو ويونکې ډله ستايي ، ميخانوته يې جلبوي ، سترکې اووروزې ، دزلفو خدوخال ستاينه يې کوي ، هرشعرچې داسې وي اودخرافاتو ويونکې ډلې لخوا کاريږي بد شعر دى اواسلام منعه کړى دى .
شعر چې معلوم ،روښانه اومقدس هدف تعقيب نکړي دنيکو انسانانو په خدمت کې نه وي ، دې ارمانونو ته درسيدو لپاره خپل مخاطب ته مستقيمه اونيغه لاره ونه ښئي اوپه مقابل کې يې انسان لدې اوهغو دغو څخه دا احساس کړي چې شاعر يې په هره دره کې سرګردان دى اوپه خپل شعرسره مونږ لدې درې څخه هغې درې ته بيايي ،نه يې دالوت لورى مشخص دى ،نه يې دراښکته کيدو کله په اول ، دوهم اواخر کې کله پدې شاخ کيني اوکله په هغې ، دايې هڅه اومقصد نه وي چې تايو خاص هدف ته رهنمايي کړي ، کاږه واږه الفاظ اوګډې وډې جملې کاروي په ټيټو اوجګو دې بيايي اونښې نښانې درته په واضح ډول نه بيانوي اوهم ددې ډلې ټپلې دملګرو پښتنو اوګرويږنو ته ځواب نه وايي اونه يې غوښتنې پوره کوي ، چې ويره اوډار يې له منځه يوسي ، هغه ته جرات ورکړي قدمونه يې محکم کړي زړه ته يې قوت ورکړي ، بلکه نه هدف يې فقط اوفقط دادى چې خپل مخاطب پدې سره په تعجب اوحيرانتيا کې واچوي پدې چې خپل کلام په خدوخال سره ښکلى کړي ،
هغه شعر چې دانسانانو دورځني ژوند سره سرو کارنلري دخلکو دتکاليفو اودردونو ژباړونکى نه وي ، نه دکارخانې دکارګر نه دکرونکي (بزګر) اونه دسنګر دمجاهد دزړه دردونه ووايي نه دنورودعملونو لپاره لارښونه ده ، نه يې د خپل ورځني ژوند شعرونه دي،خيال پلاونه دي،چې دشاعر ذهني الوتنه تمثيلوي ، داسې څه دخپل شعر په متن کې بيانوي چې په هغه هيڅ عمل نه کوي ، قران کريم دوهمه ډله شاعران لدې ډلې مستثنا ګرځوي اوداسې فرمايي :
الاالذين امنوا وعملوا الصلحت وذکروا الله کثيرا وانتصروا من بعدما ظلموا وسيعلم الذين ظلموا اى منقلب ينقلبون .( الشعرا ٢٧)
مګرهغوى چې ايمان يې راوړى دى ،اوپه نيکوعملونه کوي او الله ډير يادوي اوهغوى چې پرې ظلم اوستم وشو ، انتقام به يې واخيستل شي او زرده چې پوه به شي هغه کسان چې ظالمان دي، چې په کومه کنده کې غورځيږي ؟
پدې ايت کې قران کريم دمومنو اوغښتليو شاعرانويوڅو ځانګړتياوې په واضح ډول بيان کړې دي .
مومن شاعران دي، شعر يې دايمان اوباور څخه سرچينه اخلي، شعرونه يې دايمان په خدمت کې دي، دايمان اثرات يې دشعر په هر بندکې ځليږي، دعمل سړى دى، مخکې له دې چې شاعر شي نيک عمله اونيکي کوونکى دى په تحقيق سره ندى داسې څوک چې په عملنامه کې يې غير له شعر څخه بل څه وځليږي !!( خاص شعربه يې عملنامه دميزان په تله کې درندوي ) هغه چې دژوند سرمايه يې شعر وي، عمر وخت او وړتيا يې ټوله دهمدغې سرمايې دراټولو لپاره مصرف کړې وي، برعکس دوى هغه شاعران دي چې فقط دخپل عمل څخه دفارغيدو يوڅو شيبې شعر ته ځانګړې کوي .
ښه شاعر هروخت الله يادوي، ژبه يې هروخت دالله په يادولو لمده وي، زړه يې دالله په ياد ترپيګي شعر يې له ذکر کونکي زړه څخه راوتى که څوک يادوي هغه به الله وي، که له چا سره دمينې اومحبت اظهار کوي هغه به الله وي، که له چاڅخه طمعه اواميد لري هغه به الله وي، که له چا څخه ويره او ډار لري هغه به الله وي دالله عبادت کوي له الله څخه مرسته غواړي اوالله طرف ته دعوت کوي . مبارز اومجاهد شاعر دى له مظلوم څخه دفاع کوي دضعيفانو يار اودوست دى دمظلوم دفريار منعکسونکى دى، په ظالم حمله کوي، دظلم او زور په وړاندې دقيام يا راولاړيدو دعوت کوي، دې معيارونو ته په پاملرنه چې قران دښه اوبدشاعر په وړاندې زمونږ مخې ته ايښي په اسانۍ سره کولاى شو چې دشعر اوشاعرانو په اړه ښه اوبد قضاوت وکړو اوښه له بدو وپيژنو، متاسفانه پدې دليل چې مسلمانان له قراني فرهنګ په قراني رامنځته شويو معيارونو چې زمونږ په اختيار کې يې راکړي لرې شوي دي ، شاعر ته داسې مرتبه ورکوي ، کليات يې محترم ګڼي، چې بايد هغه يې لرې غورځولي واى غوښتنې اوباور يې پرې ګناه ګڼلى واى، هغه شاعر چې غزلونه يې دخرافاتو بازار ګرم کړى دکلياتو په هره صفحه کې يې دنقش اونګار، شراب اوجام ، شرابي اوسرببراوبربنډې پنډۍ ، لنډ اونازک کالي لوى ويښتان ( چوټي ) ځان ښودنه کوي اوخپل شعرونه په همدې صحنو پسې ليکي ،ځينې بيا دې خرافاتي شاعر ته عارف او صوفي وايي اوهڅه کوي ټول هغه شعرونه يې چې دشرابو، معشوق، بت اوميخانې، نقش اونګار ، سپينه غاړه ، اوږده ويښتان (چوټي ) څوارلس کلن يار اودوه کلن شراب ، تنهايي اوخلوت ، سپين مخ ، کږې وروځې ، خوږې سرې شونډې دې ټولو ته عارفانه نوم ورکوي .
تاسو ووايي لدې څخه مطلب څه شى دى ؟ تاسو سهوه کوئ چې په ظاهره يې غوليدلي ياست !؟ لږ څه ددې ظواهرو څخه شاته ولاړشئ ، هغه طرف ته حجاب ته وګورئ اوددوى کلماتوته ځيرشئ ددوى دمطلب حقيقت اومفهوم درک کړئ !!! ددوى مطلب له ساقي ، روحاني رهبر، معشوق، نقش اونګار څخه الله اوپيغمبر دى او ددوى مطلب له مى اوجام تنهايي اوخلوت، لطف اوعنايت څخه حقيقي ياري ده !! خپل يار په غيږ کې نيول شونډې يې ښکلول يعنې د(( وصل)) مقام ته رسيدل اودخپل حقيقي محبوب په ديدار مشرف کيدل دي ! دې عالي جنابانو ته وايو : تاسو په کوم دليل اودرک دا کارونه اسلامي عرفان ګڼئ ؟ په قران ، حديث يا دائموو اقوالو يادصحابوو په وينا؟ تاسو ته چا ويلي دي چې اسلامي عرفان داشان دى ؟ کوم مذهب اوعالم تاسو ته ويلي چې دغه طريقه دعرفان په بيانولو کې جائزه ده ؟ کوم يو امام اوپيشوا تاسو ته وئيلي دي، چې کولى شئ الله تعالى په همدې نومونو ياد کړئ ! داهيڅ شکل نلري چې دالله اودهغه درسول سره دخپلې مينې اومحبت لپاره خرافاتي فرهنګ وکاروئ اود رندانو ترمنځ په متداولو کلماتو مرسته وغواړئ ، مګر تاسو نه وينئ چې په قران کې په هيڅ ځاى کې يوځل هم دعشق ، عاشق اومعشوق کلمه نده کاريدلې په حديثونو کې نده کاريدلى ، ولې ؟ ځکه چې داټول له خرافاتي فرهنک سره اړه لري اوهلته کاريږي ، په ديني فرهنګ کې بايد داکلمات ونه کارول شي تاسو هيڅ حق نلرى چې دالله اودهغه دپيغمبر سره دمينې اومحبت لپاره دا اصطلاحات وکاروى ،تاسو په قران کې ندي ويلي چې دداسې کلماتو له کارونې ډډه وکړئ چې اشتباهي اودوه ګونې معنا لري ،هلته چې فرمايي :
ياايها الدين امنوا لاتقولو راعنا وقولو انظرنا واسمعو وللکفرين عذاب اليم .
اى هغه کسانو چې تاسو ايمان راوړئ (( راعنا )) مه وايي او ووايې راوګوره يا غوږ شه بيشکه دکافرانو لپاره درناک عذاب دى .
که درسول الله (ص) په مجلس کې د (( راعنا)) ضمير څخه دراجلبولو يامتوجه کولو په خاطر ممانعت کيده ،ځکه چې دوه ګونې معنالري اوپه ريشخند ډول هم کاريږي ، په بدل کې يې حکم وشو چې د(( انظرنا)) لفظ وکاروى ،ځکه واضح اونه تحر يفيدونکې ( تغير نه خوړونکې ) معنا لري، د دې خرافاتي الفاظو حکم به څه شى وي ؟ په ځانګړي ډول هغه الفاظ چې ډيره بده معنا لري ؟ نه پوهيږو چې څنګه جرات کوي چې دالله اودهغه درسول په شان کې بې ادبي کوي اوداسې الفاظ کاروي چې دالله اودهغه درسول په وړاندې دبې ادبۍ اوبې حرمتۍ اخري حد دى ، دوى دقران دا ښکاره اوواضح دليل ندى اوريدلى :
قل ادعوا الله وادعوا الرحمن ايا ماتدعوا فله الاسما الحسنى ولاتجهر بصلاتک ولاتخافت بها وابتغ بين ذللک سبيلا .( الاسرا )
ووايه چې مرسته غواړئ له ( الله ) يا رحمان ووايې هريو چې وايې ټول يوشان دي ،هغه ته ( الله ) ته ښائسته نومونه دي اوخپله دعا دې په ډيرلوړ اواز مکوه اومه يې پټوه مګر منځلارى واوسه .
همدارنګه فرمايي :
ولله الاسما الحسنى فادعوه بها وذرو الذين يلحدون فى اسمئه سيجزون ماکانو يعملون .( الاعراف ١٨٠)
الله ښائسته نومونه لري چې بايد په هغه ياد کړئ شي ، له هغه کسانو چې دهغه ( الله) په نومونو کې ناغيړي کوي ترې لرې شئ ، زرده چې دخپلو عملونو بدله به ومومي .
ددې ايتونو مطلب اوشرحه داده :
دالله په نومونو کې له ناغيړئ اوله خپل ځانه دنومونو له وضع کولوځان وژغورئ ، الله بايد په هغو نومونو ياد نکړو چې دهغه له شان سره نه جوړيږي ،له هغو کسانوبايد لرې واوسوڅوک چې داکار کوي الله ته داسې نومونه غوره کوي کوم چې دهغه له شان سره نه ښايي .
دوى ګمان کوي چې پدغې بې باکۍ اوبې حرمتۍ به ورته هيڅ ډول مجازات ونه رسيږي ؟
د دعا په وخت کې بايد مؤدب واوسو له الهي دربار بايد په ډير دقت او ادب غوښتنه وکړو.
په لوړاواز بايد دالله يادونه ونکړو، چې دا بې ادبي ده اونه په پټه چې دا بې اعتنايي ده ، منځلارى بايد واوسو .
په هغې طريقه بايد دعاوکړوپه کوم ډول چې له الله سره ښايي ، په نرم ، ورو ، عاجزۍ اوپه زاريو سره بايد دالله يادونه وکړو .
ادعو ربکم تضرعآ وخفيۀ انه لايحب المعتدين . (الاعراف ٥٥)
الله مو په عاجزى اونرم اواز يادکړئ، په تحقيق سره چې الله له حده تيرى کوونکي نه خوښوي .
يعنې دالله له دربارڅخه غوښتنه خاص خپل ادب لري ،هرڅوک چې له دې احاطې ووته اوددې مقدسې ساحې ادب يې ونه ساته ، تجاوز کوونکى دى اودالله ددوستي څخه محروم دى .
په خرافاتي فرهنګ کې رانغاړل شوي داسلامي عرفان له مدعيانو څخه پوښتنه کوو : داکار ( دالله په نومونو کې ناغيړي ) غير له دې څه کيداى شي ؟چې تاسې الله دبت ، صنم ،عاشق ، معشوق ، ساقي اوروحاني پير په نوم يادوئ ؟!
تاسو (( سرود )) ،(( وجد )) مستي اوبې ځايه خيزونه ( ګډاګانې ) داسلامي عرفان له مظاهرو ګڼئ پداسې حال کې چې قران په لو ړ اواز دعا کول بې ادبي ګڼي اوبغير له عاجزۍ دعا (( اعتدا)) ګڼي ،قران دقريشو د مشرکينو په اړه فرمايي : چې دعاوې يې د کعبې ترڅنګ غير له چغو ، چټي الفاظو اوچک چکو اولاسونو پړقولو بل څه نه ؤ .