
روهي( څلورنۍ/۷ د حمل)، امریکا په هغو ۲۵ کسانو او بنسټونو، د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک ته له یو میلیارډ څخه د ډېرو ډالرو د لېږد په خاطر بندیزونه لګولي دي
د امریکا د مالیې وزارت له قوله ویل شوی دي چې دا تازه بندیزونه، پر هغو مخکښو شرکتونو لګېدلي چې له سپاه پاسداران ځواک سره په اړیکه کې وو
ایران حکومت د امریکا د دغو نوو بندیزونو په اړه څه نه دي ویلي