
روهي( څلورنۍ/۷ د حمل)، د پاکستان لویې محکمې د پخواني لومړي وزیر ميا نوازشريف د ضمانت غوښتنه د شپږو اونیو لپاره منلې ده.
نن ورځ سترې محکمې قاضی اصف سعيد کوسه په مشرۍ درې کسيزې جرګګۍنواز شريف د شپږو اونیو لپاره په ضمانت د خوشېکولو امر وکړو او زیاته کړې یې ده چې نوموړی د پاکستان په هر یوه روغتون کې درملنه کول غواړي نو ورته اجازه ده خو نوموړی له هېواده بهره نه شي تلای.
لویې محکمې په خپله لنډه پرېکړه کې ويلي له شپږو اونیو وروستو به د نواز شریف ضمانت پخپله ختم شي او که چېرې دی د ضمانت موده غځول غواړي نو بیا دې غوښتنه وکړي