
روهي( درې نس/۶ د حمل)، د افریقايي هېواد ګانا پخوانۍ وزیره او خبریاله الیزابیت اوهیني وايي په هېواد کې یې ناوخته رسېدل یا پر ټاکلي وخت ژمنه نه پوره کول کومه خبره نه ده
هغه وايي هلته ساعت ته کتل د وخت ضایع کول ګڼل کیږي.
نوموړې وايي، کله چې یې جاپانی وزیر ولید چې د پارلمان غونډې ته د درې دقیقو ناوخته تګ له امله یې په عام محضر کې له ټولو بخښنه وغوښته، له ځان سره مې وویل چې د ګانا څومره وزیران به د الله تعالی شکر ادا کوي چې دوی جاپان کې وزیران نه دي.
ځکه ددې په خبره په هېواد کې یې د چارواکو ناوخته رسېدل یا په ټاکلي وخت نه رسېدنه طبیعي او د باور وړ خبره ده.
اغلې الیزابیت وايي کله چې وزیره وه په خپل ټاکلي وخت به یې ځان رسوو، خو له دې پرته به بل څوک نه و.