حماس له اسرایيلو سره د اوربند اعلان کړی

روهي( درې نۍ/۶ د حمل)، پر اسرایيلو تر سختو توغندیزو بريدونو او د اسرایيلو له خوا پر غزې تراډې تر بمباريو وروسته حماس د مصر په منځگړيتوب د رامنځته شوي اوربند خبر ورکړی. خو دغه اوربند لا د اسرائيلو له خوا تائيد شوی نه دی.
 
د اسرائيلو او فلسطنيانو ترمنځ دا تازه ترنګلتيا د دوشنبې په سهار له غزې تراډې څخه تر يوه توغندیز بريد وروسته رامنځته شوې.
 
دغه توغندی د تل ابيب په شمال کې پر يوه کور لگيدلی وو. د روغتون د معلوماتو پر اساس په دې ترڅ کې اووه کسان ټپيان شوي دي چې درې یې ماشومان دي.