د ماشومانو د حقوقو تړون  او د ماشومانو لپاره ليکنې

د ماشومانو د حقوقو تړون او د ماشومانو لپاره ليکنې
د انسانی کورنۍ د ټولو غړو په شان ماشومان هم مساوي انساني حقونه، حرمت او کرامت لري، او دا اوس یوه منل شوې خبره ده چې د ماشومانو د حقوقو پیژندل او عملي کول یوه جدي اړتیا ده. دا چې ماشومان د بشریت په بڼ کې د تنکیو ګلانو په شان نازکه او زیانمنیدونکي دي؛ نو ځانګړي حقونه هم لري . ماشومان نور د حقوقو او خدمتونو غیر فعال اخستونکي نه؛ بلکې د هغو فعال برخه وال او ګډون وال دي؛ چې په دوی پورې اړه لري او یا پرې اغېز کوي . د ماشومانو انفرادیت، مخ پر وده توانمني او مستقل شخصیت باید درون وګڼل شي .
لیکوالو ملګرو ته زما مشوره داده، چې که د ماشومانو لپاره لیکنې کوي؛ د مهربانۍ له مخې دې پکې د ماشومانو د حقوقو مسلو ته ځیر وي، او په داسې شکل دې خپلې ادبي او هنري پنځونې کوي، چې د ماشومانو حقوق پکې وهڅول شي او سرغرونې وغندل شي، نو هم به خرما وي او هم ثواب .

د ماشو مانو د حقوقو په باب له پخوا نه بشریت مثبت پرمختګونه کړي و، خو تر ټولو منسجم او جامع سند هماغه د ماشوم د حقوقو تړون دی، چې تر ټولو ورته سندونو ممتاز دی، او په دې لیکنه کې پرې تمرکز کوو:
د ماشومانو د حقوقو تړون ولې ممتاز دی؟
ځکه چې :
 د زیاتو کلونو په اوږدو کې په ډیر دقت تنظیم شوی دی؛
 د ډیرو زیاتو مسلکي اشخاصو او موسسو نظریې پکې اخستل شوي؛ او په نظر کې نیول شوي دي ؛
 د ماشوم له حقوقو سره هر اړخیز برخورد کوي، او د ماشوم فزیکي، اروایي، روحي، احساساتي او د ټولنیزې پرمختیا ټولې خواوې په پام کې نیسي ؛
 د نړۍ تر بل هر تړون زیاتو هېوادونو(له ۱۹۳ نه ۱۹۱ هېوادونو) لاسلیک کړی او تصویب کړی دی ؛
 دماشوم تر ټولو لوړې ګټې یې په نظر کې دي؛
 د کورنیو په رول ځانګړی تمرکز کوي؛
 له تبعیض نه لېرې دی؛ او ټولو ماشومانو ته د نژاد، رنګ، مسلک، مذهب، ژبې، قام، ملت ، معلولیت، د زیږبدو ځای او نوروممیزاتو د پام کې نیولو پرته یو شان حقوق په رسمیت پیژني؛
 ځېنې ماشومان چې ډیرې او ځانګړې توجه او خاصو خدمتونو ته اړتیا لري:؛ د دوی لپاره د وړ خدمتونو او مساوي فرصتونو زمېنې پیش بیني کوي .
تاريخچه
د ماشومانو د حقوقو تړون په ۱۹۸۹ په نومبرکې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له خوا جوړ او د ۱۹۹۰ د سپتمبر په دویمه نافذ شو. تر دغه د مخه د ماشومانو حقونه د ځینو نورو اعلامیو د مفاداتو له مخې تنظیمیدل . د ماشومانو د حقوقو تړون د جوړولو کار له ۱۹۷۹ نه پیل شوی و. افغانستان په ۱۹۹۴ کې هغه تصویب کړ .
ماشوم څوک دی؟
د ماشومانو د حقوقو تړون له مخې هغه څوک چې عمر یې له ۱۸ کلونو کم وي، ماشوم دی، خو که د هېواد قوانینو بل ډول تعریف کړی وي، دا تړون ملي او هېوادنیو قوانینو ته درناوی کوي .
د ماشومانو د حقوقو تړون بنسټونه :
1. نه تبعیض؛
2. د ماشوم تر ټولو لوړې ګټې په پام کې نیول؛
3. د ماشوم نظر ته درناوی؛
4. د ماشوم بقا او انکشاف؛
د ماشوم د حقوقو بنسټيزې برخې:
1. د بقا حق (د ژوند حق، د ژوند د لوړ سټنډرډ لرل، او اساسي روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي )
2. د محافظت او ساتنې حق (له استثمار، تبعیض، تشدد، سو استفادې او غفلت څخه د ساتنې حق) ؛
3. د انکشاف حق (د رسمي او نا رسمي زده کړو ټولو ډولونو؛ او د ژوند داسې سټندرډ ته د رسیدلو حق چې ماشوم پکې په فزیکي، اروایي، روحي، احساساتي او ټولنیز ډول پوره وده او انکشاف وکړي) . زده کړه یوازې د سواد د زده کولو تر کچې نه؛ بلکې داسې زده کړه چې ماشوم د دې وړ کړي؛ چې یو پر ثمره او حاصلناک ژوند ولري . هم زده کړه یاید له زانګو تر ګوره وي؛ اوهم له زده کړې څخه کسب شوي مهارتونه باید ماشوم ددې وړ کړي، چې تر ګوره د مثمر کار کولو وړتیا ولري .
4. د ګډون حق (د ټولو هغو مسایلو په باب د خپل نظر بیانولو حق؛ چې په ماشوم پورې اړه لري او ترې اغیزمنیږي، او د ماشوم په اړه د جوړیدونکو پروګرامونو د پلانګذارۍ، تطبیق، څارنې او ارزونې په ټولو برخو کې ګډونه) .
ليکوالو ته سپارښتنې :
هیله ده ټول لیکوالان چې د کوچنیانو په ادبیاتو کې لیکنې کوي، شعر وایي یا کيسه لیکی؛ ښه به وي، چې :
1. ماشومانو د حقوقو تړون ولولي او ځان پرې پوه کړي؛
2. هغه څه چې د ماشوم په زیان دي، هغه په خپلو لیکنو کې منفي؛ او هغه څه چې ګټوردي؛ مثبت بیان او انعکاس کړي؛
3. که کله ماشوم د ډیکوریشن، نمایش او ښودلو په خاطر یو چېرته د چارواکو او پانګوالو له خوا را مخې ته کېږي، لیکوال ورونه او خویندې دې پوه شي؛ چې دا د ماشوم د حقوقو نه سرغړاوی دی؛
4. ژورنالستان باید په خپلو رپوټونو کې د ماشومانو د حقوقود ښه عملي کولو او یا سرغړونو رپوټونه په بې پرې ډول خپاره کړي، او وګوري چې په ټولو ملي، انکشافي پروګروامونو کې د ماشوم د حقوقو مفادات په پام کې نیول شوي دي، که نه؟
5. که د پوهنې او زده کړو ادارو ته هم ته هم په خپلو لیکنو کې سپارښتنې وکړي؛ چې هغوی په خپلو درسي – تعلیمي موادو او پروګرامونو کې څنګه د ماشومانو حقونه په پام کې ونیسي
6. د ماشومانو د حقوقو د داوطلبانو ناظرانو رول تر سره کړي، او آړونده ادارو سره همکاري وکړي .
لیکوالان او شاعران د ټولنې سترګې دي . که د بدن په هر ځای درد وي، ژړا به سترګې کوي، او د ماشوم د حقوقو کلکه څارنه او پر بد حال یې ژړا د دغو سترګو تر ټولو ستره انساني او عاطفي دنده ده .