سوریه کې درې تنه روسي سرتیري ووژل شول

روهي( درې نۍ/۶ د حمل)،روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې په سوریه کې درې تنه سرتیري وژل شوي دي
 
د روسیې د دفاع وزارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د سوریې د دیروزور په ولایت کې درې تنه سرتیري په خلکو د انساني مرستو د ویشلو نه وروسته د راستنیدو پر مهال په لاره کې په کمین کې وژل شوي دي.
 
په بیان کې راغلي دي چې نوموړو سرتیرو د برید کوونکو سره نښته هم کړې وه خو په پایله کې ژوند د لاسه ورکړ.