ايران کې سيلابونو ۱۸ کسان وژلي او تر ۱۰۰ نور ژوبل دي

روهي (درې نۍ/۶ د وري)، په ايران کې سختو سيلابونو د ګڼو مالي زيانونو ترڅنګ درنه د سر زيانونه هم اړولي دي، چې له امله يې ۱۸ کسان مړه او تر سلو نور ژوبل دي.

د ايران رسنيو ليکلي دي چې له تېرې اونۍ راهيسې سخت اورښتونه او سيلابونه را وتلي دي چې په سلګونه خلک يې بې ځايه کړي هم دي.

حکومت ويلي دي چې په ځينو ولايتونو کې يې د نورو سيلابونو له ويرې يو شمېر د برېښنا بندونه خالي کړي دي.

د ايران ستر مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌اي له پوځ غوښتي دي چې له سيلاب ځپلو سره په وخت مرستې ورسوي.