ونزوېلا ته د روسيي پوځيانو لېږد واشنګټن په غوسه کړی دی

روهي (درې نۍ/۶ د وري)، روانه اونۍ مسکو سل پوځيان له يو شمېر پوځي مهماتو سره يوځای ونزوېلا ته ولېږل او د واشنګټن غبرګون يې راپورته کړی دی.

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په يوې ټيلفوني اړيکه کې د روسيې بهرنيو چارو وزير ته خپله ناخوښي اظهار کړې او ويلي دي چې واشنګتن به د دغه کار په اړخ چوپ پاتې نه شي.

پمپیو سرګي لاوروف ته ويلي دي چې روسيه په دې سره په ونزوېلا کې تاوتريخوالی ډېروي، د امريکا په شمول د سيمې نور هېوادونه به د دغه عمل پر وړاندې خاموشي ماته کړي.

مسکو دغه کار د ونزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو په ملاتړ کړی دی او واشنګټن بيا د نوموړی حکومت په رسميت نه پيژني.