جنرال مشرف د (غدارۍ) په تور محکمه کيږي

روهي (درې نۍ/۶ د وري)، د پاکستان د سترې محکمې ويلي دي، چې د پاکستان پخواني پوخي ولسمشر پرويز مشرف به د غدارۍ په تور محکمه شي.
ستره محکمه د مشرف پر محکمې ټېنګار کوي او خبرداری يې ورکړی دی چې که چېرې نوموړی محکمه نه شي، نو دا مانا ده چې له قانون ځيني خلک لوړ دي.

د پاکستان د سترې محکمې يو دري کسيز هيت ټاکلی او د مشرف خلاف قصيه يې وړاندې کړې ده. محکمې وايي چې که مشرف محکمې نه شي حاضرېدلی نو د سکايپ له لارې هم کولی شي خپل بيان محکمې ته وړاندې کړي.

مشرف وايي چې روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی او دی نه شي کولی چې له دوبۍ څخه د خپلې قضيې په پار پاکستان ته لاړ شي.

د يادونې ده چې د پاکستان حکومت د پخواني لومړي وزير نواز شريف قضيه هم جدي نېولې ده او نوموړی يې د مالي فساد په تور زندان ته اچولی دی.