فدریکا موګاریني: مونږ به اجازه ورنه کړو چې په اروپا کې څوګ له اسلام کرکه وکړي

روهي (درې نۍ/۶ د وري)، د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیسه فدریکا موګاریني وايي چې د اروپايي هېوادونو مشران به اجازه ورنه کړي چې په ياده لويه وچه کې خلک له اسلام او مسلمان نفرت او کرکه وکړي.

فدریکا موګاریني وايي چې د اروپا ښايست په دې کې دی چې د بيلا بيلو قومونو او نژادونو خلک په کې ګډ ژوند کوي او مونږ يې ملاتړ کوو.

نوموړي په نيو زېلانډ کې د مسلمانانو پر دوه جوماتونو له بريدونو وروسته دغه څرګندونې اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې تېره ورځ د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره په يوې رسنيزې ناسته کې کړې دي.

له دې وړاندې د نوي زېلاند لومړۍ وزيرې پر مسلمانانو له بريدونو وروسته خپله ژوره همدردي ښوودلې او په يادو پېښو يې اندېښنې څرګندې کړې دي.