کلیوال سړی چې له انټرنېټ اوس پیسې ګټي

روهي( درې نۍ/۶ د حمل)، نوموړی کس د پاکستان د پنجاب په سیالکوټ ولسوالۍ کې اوسېږي
دی مبشر صدیق نومېږي او د ولیج فوډ سیکریټ په نوم یوټیوب چینل لري، چې ان تر نهو لکو ډېر سبسکرایبرز لري.

په لکونو خلک د پنجاب د کلیوالي ژوند په هکله د نوموړي ویډیووې ګوري.
 
تر ټولو ډېره لیدل شوې ویډیو یې له ۵۵ لکو ډېره لیدل شوې ده.
 
مبشر ساده سړی دی، ښايي همدا سادتوب یې د دې مینوالو خوښ وي.
 
نوموړی تر لسم ټولګي زدکړې لري او د سیالکوټ داسې ځای کې اوسي چې هلته انټرنېټ هم نه وي.
 
ځکه دی د ویډیو پورته کولو لپاره بل ځای ته ځي او ویډیو نېټ ته اچوي.