ټرمپ پر جولان د اسراییل حاکمیت په رسمیت وپېژاند

روهي( درې نۍ/۶ د حمل)، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوې اعلامیې په لاسلیکولو سره پر جولان لوړو د اسراییل حاکمیت په رسمیت ومانه
اسراییل پر ۱۹۶۷ کال د اسراییل او عربو شپږ ورځنۍ جګړه کې د سوریې دا سیمه ونیوله.
ملګري ملتونه دا سیمه د سوریې خاوره بولي.
ټرمپ دا اعلامیه د اسراییل د لومړي وزیر بن یمین نتن یاهو په مخ کې لاسلیک کړه چې دا مهال امریکا کې دی.
 
دا پرمختیا په اسراییل کې له ټولټاکنو دوه اونۍ د مخه کېږي چې پکې ښاغلی نتن یاهو بیا هم د لومړي وزارت لپاره نوماند دی.
بن یمین نتن یاهو ډونلډ ټرمپ ته وویل، دا پرېکړه په داسې مهال ده چې جولان له بل هر وخت د اسراییل امنیت ته ډېر مهم دی.
سوریه وايي، د امریکا دا ګام پر جولان غرونو د دوی د حاکمیت پر حق ښکاره برید دی.