هغه خبرې چې نوي والي ته ملي کولې!

د لوی الله (ج) په نوم،  نوی والي صیب ، د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکو، په ملي او ولایتي شوراګانو کې د وردګو د خلکو استازو،علمای کرامو، قومي مشرانو خویندو او وروڼو سلامونه او نېکې هیلې مې ومنئ.
 
له اوږدې مقدمې راتېږم، له ډېرو خبرو هم ډډه کوم، تشریفاتي خبرې مو هم وخت راضایع کوي، محافظه کاري هم ناخوښ چلند یادم، له خوشحالیو د لرې په غم اخته ځوانانو د زړه یو څه خبرې لرم .. کېدای شي اړونده خبرې مسئول چارواکي له ځان سره یادښت کړي.. زه ریښتیا وایم، له تاسې هم غواړم ریښتیا واورم،  زه دروغجن نه یم، نه غواړم دروغوته غوږ شم.
 
د ورګو ولایت اصلي تصویر د چا سره دی، د دې ولایت انځور څوک رسمولای شي د دې سیمې عکس به څوک د لوړو چارواکو تر سترګو او ذهن رسوي آیا مسئولو چارواکو، په ملي او ولایتي شورا کې د خلکو استازو دا کار کړی ! نه په هېڅ صورت!
 
د وردګو د ولسونو غږ اورئ ، د دې سیمو د خلکو غوښتنې څه دي، د دې خوار او ځار ولس اوچته چیغه ولې پټیږي، سنګساریږي او ورکیږي، آیا د دې ولس آه ،فریاد پرته له خدای (ج) بل مسئول چارواکي اورېدلی! نه هېچ کله نه!
 
آیا ! جنګ جګړو ځپلی ولس همدلته نه اوسیږي! آیا مظلومترین خلک د دې خاورې اوسېدونکي ندي! آیا غربت اخیستي ولسونه پدې ولایت پورې اړه نه لري ! آیا د مرګونو او وژنو لړۍ همدلته نده دوامداره شوې ! آیا د روغتیايي خدمتونو نشتون مو اوس هم ستره ستونزه نده ! آیا پوهنیز سیستم مو په غیرې مسلکي پایو استوار ندی ! آیا پرمختیايي پروژې مو خیالي او د خوب خبرې ندي ! آیا مخفي بېکارۍ مو د ولایت ارزښت ندی په ځوړ کړی !
 
آیا ولایتي چارواکي او کارمندان مو له دولس بجو ورهغه خوا په دفترونو کې شتون لري!
آیا تذکرې ، وثیقې او وظیفې مو د پیسو په بدل کې نه درکول کیږي ! آیا اړوند ولایت مواوس هم د درې حلقوي خبیثې کړۍ په ولکه کې ندی!
 
ښاغلی نوی والي صیب زه احساساتي نه یم، ولې د ژوندي احساس څښتن یم دا ترخه حقیقتونه درسره یاداښت کړه ادارې، دفترونه ، د چارو اغېزمنتیا ، د کارکوونکو وړتیا هرڅه له نیږدې وڅاره وګوره چې زمونږ دا خبرې ګام په ګام ستاسې مخې ته راځي، یوه او بله ورځ به ورسره مخ شئ . فساد کوونکې اړونده حلقې مضرې او چل ورکوونکې دي لطفآ د ولسونو وینې زبیښي ویې نیسه او په زندانونو کې یې واچوه.
 
مخفي بېکارۍ د دې ولایت  محلي واکمني تر پوښتنې لاندې راوستې او د سیاسي ځوړسره مخامخ ده . د روغتیايي خدمتونو ستراتیژي مو په بشپړه توګه د اداري واحدونو، نفوس،مساحت او د خلکو د غوښتنو په پام کې نیولو سره چمتو کړئ . په اړونده ولایت کې د پوهنې سیستم ناسم دی، نا مسلکيتوب او بې ظرفیتۍ د دې ولایت د پوهني نیمه بله شمعه تر ټپ ګلېدو رارسولې د پوهنې او روغتیا چارې مو په بشپړه توګه غیرې سیاسی او غیرې قومي کړئ.
 
پرمختیايي پروژې ، پلانونه او پرمختګونه مو د ولسونو په خوښه او مشورو مخته یوسئ خیالي پروژې وڅارئ او خیالي سړکونو او پلونو مصرف شوې پیسې مه ورکوئ دا بدنامې څېرې ولسونو ته وروپېژنئ.
 
امنیتې ستونزې خورا مهمې او حساسې دي کوښښ وکړئ چې د ولسونو په خوښه مخکې ولاړ شئ د هغه ولسونو په خوښه چې په اړونده سیمو کې اوسیږي د جګړې ادامه مرګونه او جګړه ده د سولې له پیل شوي فرصت نه په ګټنې د سولې زمینه جوړه کړئ په ملاتړ یې ولسونه راخپل کړئ.
 
د سپورت په برخه کې د سترو لوبغالو، د سواداګرۍ په برخه کې د صنعتي پارکونو او فابریکو ، د کرنې، مالدارۍ په برخه کې د فارمونو، سړو خونو او خرڅلاو د زمینې جوړولو د ترانسپورت په برخه کې د سترو تماځایونود جوړېدو هڅې څو چنده کړئ.
 
دلته ځینې خبیثه کړۍ د ورڼو قومونو ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن وهي د دې کړیو مخه ونیسه او د ټولو ورڼو ترمنځ یوالی نور هم ټینګ کړه.
 
په پای ښاغلی والي صیب د دې ستر مسئولیت مبارکي درته وایم، بریا او کامیابي دې غواړم. اوس مې یوازې د سولې یوه طرحه له ځانه سره راوړې، د ګل او چپنې راوړل مې ځنډولي، غواړم هغه وخت یې در په غاړه کړم چې بریالۍ چارې دې سرته رسولې وي او په ویاړ له مونږه مخه ښه وکړې.
ومن الله توفیق