غزل

 
چې رایاده شې د شپې ژاړم یوازې
د بیلتون سختې شېبې ژاړم یوازې
نور څه نشته ستا یادونه راسره دي
پکې ډوب شم څو شېبې ژاړم یوازې
نه هېريږي که یې څو له زړه وباسم
ستا خوږې خوږې کیسې ژاړم یوازې
تا چې لارې کړلې بېلې نو بیا څه له
هره شپه خوب کې راځې ژاړم یوازې
د خندا او د مسکا چل را نه هېر شو
له ژړا مې سترګې سرې ژاړم یوازې
ای ځلانده! سباوون ته انتظار کړه
شي رڼا به دا تیارې ژاړم یوازې
سباوون ځلاند- صفا راډیو
۱۳۸۹\۰۷\۲۰