
روهي (دوه نۍ/۵ د وري)، د پاکستان په سند ایالت کې ناپېژانده وسله والو دوه کم عمره هندو مذهبه نجونې تښتولې، په زور يې د اسلام دين منلو او اجباري وادونو ته اړې کړې دي.
دغه مسالې د هندوستان او پاکستان ترمنځ يو څه ارام شوی سياسي کړکېچ بيا تازه کړی دی او په ټوېټر د داوړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د يو او بل پر وړاندې توندې څرګندونې کړې دي.
د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوراج د پاکستاني چارواکو د خبرو پ غبرګون کې ويلي دي، "ما یوازې په اسلام آباد کې د هند له لوی کمیشنره د دوو صغیرو نجونو د تښتول کېدو او جبري ودونو په اړه پوښتلي او تاسو په غوصه شوئ، نو همدا ستاسو ګناهکار ضمیر ښيي."
د پاکستان لومړي وزير عمران خان بيا د سند ايلت پوليسو ته د يادې پېښې د جدي او ژورو پلټنو ويلي دي. پوليس وايي چې په دې تور يې تر اوسه اووه کسان نيولي دي.