په نيويارک کې مسلمانان په ځانګړو موټرونو کې ګزمې کوي د خپلو ديني ځايونو امنيت ساتي

روهي (دوه نۍ/۵ د وري)، په نوي زېلانډ کې د مسلمانانو په دوه جوماتونو له خونړيو بريدونو وروسته په نيو يارک ښار کې ځايي مسلمانان د خپلو جوماتونو او نورو ديني ځاينونو د ساتنې لپاره
ګزمې کوي.

دغه کسانو خپل موټرونه د نيويارک ښار د پوليسو د موټرونو په ډول جوړ کړي دي او د بيلونې لپاره يې د (اسلام عليکم) کلمه پرې لېکلې ده.

په دغه موټرونو په انګليسي ژبه د Muslim Community Patrol متن هم ليکل شوی او د نيويارک په کوڅو کې ګزمې کوي.

په نوي زېلانډ کې دوه اونۍ وړاندې د يو اسټراليايي بريدګر د بريد په پايله کې پنځوس لمونځ کوونکو شهيدان شول او د نړۍ د مسلمانانو غوسه يې راپورته کړه.