اردوغان : په نوي زېلانډ کې پر جوماتونو برید پلان شوی برید و

روهي( دوه نۍ/۵ د حمل)، ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د یو خصوصي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
 
ولسمشر اردوغان وویل چې د مارچ په ۱۵ مه نيټه د نوي زیلانډ د کریستچرچ په ښار کې د لسو دقیقو په فرق سره په دوو جوماتونو ترهګریز بریدونه وشول چې په پایله کې ۵۱ تنو بې ګناه مسلمانانو ژوند د لاسه ورکړ او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.

ولسمشر اردوغان وویل چې د نوي زیلانډ حکومت زمونږ سره ددې بریدونو تر شا لاس لرونکو د نیولو ژمنه کړې او مونږ هم پدې باور لرو چې ددې برید اصلي مسئولین به ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي. ولسمشر اردوغان وویل چې دا برید فردي ندی، دا د یو تن کار ندی، دا تنظیم ترهګری برید دی.
 
ولسمشر اردوغان وویل چې ددې برید په اړه د نوي زیلانډ د لومړۍ وزیر جسیندا آرډرن چلند، څرګندونې او خواخوږي په واقعیت سره چې تقدیر او ستاینې وړ دي .