میانمار کې په یوې ډیپو کې چاودنه وشوه

روهی( دوه نۍ/۵ د حمل)، د میانمار په ختيځ کې په یوې ډیپو کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه او ۴۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
 
د میانمار هېواد رسنیو له قوله چې د مونګ ماو په ولایت کې د ساختماني موادو ، ګازو د بالونونو او چاودیدونکو توکو په یو ډیپو کې چاودنه وشوه.
 
ویل کیږي چې پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د چاودنې لامل تر اوسه پورې نامعلوم دی.