
روهي( دوه نۍ/۵ د حمل)، د پکتيا ولايت ګڼو اوسيدونکو د يو لاريون په ترڅ کې د اعتراض په ډول د ګردېز ــ کابل لويه لار د دوه ساعتونو لپاره وتړله او د يوه وژل شوي ماشوم سميع الله قاتلينو ته يې د اعدام سزا غوښتنه کوله.
د وژل شوي شپږ کلن ماشوم سميع الله مشر ورور وايي چې شاوخوا مياشت وړاندې يې وسله والو تښتوونکو د کابل له احمدشاه بابا مېنې څخه کوچنی ورور وتښتاوه او وروسته يې سر ترې غوڅ کړی او په کنډوالو کې غورځولی و.
ده وويل چې امنيتي ځواکونو د سيمع الله په تښتونه او وژنه کې ښکېل شپږ تنه نيولي، خو د څو اونيو په تېرېدو يې لا محاکمې او ورته سزا اورولو اقدام ندی شوی. د وژل شوي ماشوم ماما وايي چې تښتوونکو ترې شاوخوا پنځوس زره ډالر غوښتي و.
لاريونوال وايي چې انسان تښتوونکو او وژونکو ته د سختې او عاجلې سزا نه ورکولو له امله دا پېښې زياتې شوې او خلک د سميع الله او مهسا وژونکو ته هر څه ژر د اعدام سزا ورکولو غوښتنه کوي.