بلوچستان کې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

روهي( دوه نۍ/۵ د حمل)، بلوچستان کې د کوټې د چت د غورځېدو له کبله د یوې کورنۍ د مور په ګډون ۵ غړي وژل شوي او یو ماشوم ژوبل شوی دی

د سیمې د سرچینو له قوله چې دا کور د زیات اورښت له کبله غورځېدلی دی چې په پوره ډول خراب شوی دی

د سیمې یو تن عظیم جان رسنیو ته ویلي دي چې دغه کور ته دولتي کسان د کومک لپاره تللي دي او ژوبل شوی ماشوم دا وخت په روغتون کې دی