پیټر تابیچي د نړۍ غوره ښوونکی شو

روهي( دوه نۍ/۵ د حمل)، د کینیا د ساینس یو ښوونکي د یو میلیون ډالرو په ارزښت د نړۍ غوره استاد جایزه ګټلې.
 
پیټر تابیچي د خپل عاید ډېره برخه د بېوځله ماشومانو په روزنه لګوله او د ۲۰۱۹ کال د غوره ښوونکي نړیواله جایزه یې ګټلې.
 
نوموړی له دې امله ډېر ستایل شوی چې په محرومو سیمو او ښوونځیو کې یې له ګڼه ګوڼې ډکو ټولګیو او څو کتابونو په مټ زده کوونکو ته تدریس کاوه.
 
هغه وايي غواړي خپل زدکوونکي په دې وپوهوي چې 'ساینس د راتلونکې جوړولو لاره ده.
 
نوموړي دا جایزه په دبۍ کې په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې ترلاسه کړې ده.