اردوغان: له مسکو (اِس - ۴۰۰) د توغنديو سېسټم اخلم او د امريکا د خبرو پروا نه کوم

روهي (دوه نۍ/۵ د وري)، د ترکيې ولسمشر رحب طيب اردوغان وايي چې له روسيې څخه د S-400 دفاعي سېسټم د اخېستو له پرېکړې نه په شا کيږي او په دې برخه کې د واشنګټن غبرګون ته اهميت نه ورکوي.

نوموړي دغه څرکندونې تېره په ترکيه کې له يوې تلويزوني شبکې سره په خبرو کې کړي دي او ويلي دي چې ياده چاره د ترکيې د ګټو په پار کوي.

نوموړي د متحده ايالتو ولسمشر ټرمپ له خوا د ګلان لوړو اسرائيلو ته په ورکړې هم نيوکه کړې ده او ويلي دي چې دغه موضوع به ملګرو ملتونو کې مطرح کړي.

امريکا له دې وړاندې ترکيې ته خبرداری ورکړی وو چې که چېرې دوی له مسکو سره د S-400 مزايلو سيسټم تړون وکړي نو واشنګټن به په انقرې د F-35 جنګي جېټ الوتکو تړون لغوه کړي.