مسکو وينزوېلا ته پوځيان لېږلي

روهي (دوه نۍ/۵ د وري)، د روسيې حکومت يو لوړپوړي پوځي پلاوی تېره ورځ وينزوېلا ته لاړ او د وېنزوېلا له چارواکو سره يې کتلي دي.

مسکو سل پوځيان هم په دوه الوتکو کې وېنزويلا ته وړي دي ترڅو په ياد هېواد کې د ترېنګلي سياسي وضعيت په برخه کې همکاري وکړي.

روسيي چارواکو دا هم ويلي دي چې د پوځيانو ترڅنګ تر ۳۵ ټنه مواد يې په يوې الوتکه کې وېنزوېلا ته رسېدلي دي.

په دې وروستيو کې د امريکا او وېنزوېلا اړيکې خړې - پړې شوې دي او مسکو هڅه کوي چې په دې برخه کې د وېنزوېلا ملاتړی پاتې شي.