د اسرائيلو پوځ: له غزې ترانګې په توغېدلي راکټ بريد کې شپږ اسرائيل ټپيان شوي

روهي (دوه نۍ/۵ د وري)، د اسرائيلو پوځ وايي چې تېره شپه له غزې ترانګې په مرکزي اسرائيلي سيمو راکټ توغول شوی دی چې په پايله کې يې شپږ کسان ټپيان شوي دي.

پوځ وايي چې راکټ د شپې ناوخته وېشتل شوی دی، په يو کور لګېدلی چې شپږ کسان په کې ټپيان شوي دي. د پوليسو په وينا چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

غزه ترانګه د فلسطين خپلواکۍ غوښتنکي غورځنګ حماس په لاس کې ده او د اسرائيلو حکومت د دغه پېښه پړه پر يادې ډلې اچوي.