د ملر په رپورټ کې ټرمپ بې ګناه ثابت شو

روهی( دوه نۍ/۵ د حمل)، د امریکا د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه د ځانگړي تحقیق کوونکي رابرټ مولر د رپورټ خلاصه خپره شوه خو ټرمپ یې بې ګناه ښکاره کړ

رپورټ کې راغلي دي چې د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د ډلې او د روسیې تر منځ د اړیکو شواهد یې ندي موندلي خو ويلي یې دي چې ممکن د ټرمپ د روسیې د تحقیقاتو په اړه د عدالت مخه نیولې وي.
خو لوی څارونوال ولیم بر ویلي دي چې د ټرمپ لخوا د ولسمشرۍ د دندې د سمبالولو نه وروسته د عدالت د مخنیوي په اړه یې هم د پام وړ ثبوت نه دی تر لاسه کړی.