
که چیرې افغان ملت او د سیمې هیوادونه له تدبیر نه کار وانه خلي او د تقدیر کرښو ته کیني نو لرې نده چې د ۱۳۹۸کال ثور میاشتې څخه وروسته به موږ د ۱۳۵۷ کال برخلیک سره مخ کیږو.
د ۱۳۵۲-۱۳۵۷ کال پورې د افغانستان د وخت جمهوري دولت د سیمې په کچه بنسټیزو کارونو ته بډې راونِغښتې چې د بیلګې په توګه د افغانستان او ایران اړیکو په تاریخ کې زرین کالونه حسابیږي،دغه موده کې د افغانستان جمهوری دولت د جمهور رئیس داودخان او ایران مشروطه شاهي دولت د ایران مشروطه دیموکرات ګوند مشر محمد رضا شاه پهلوي تر مشری لاندې د نړیوالې اتکا أپاره د سیمیز اتصال یعنې د تهران، هرات، قندهار، کابل، پیښور، هند سمندرګي او فارس خلیج د وصلیدو لپاره د ریل پټلی طرحه جوړه او تفاهمنامه لاسلیک شوه. همدا شان تر ۱۳۵۷ کال پورې د دواړو هیوادو تر مینځ ۲۸ قراردادونه په سرحدي، سوداګریزو، ترانزیتي،مخابراتي، فرهنګي، قونسلي، سونګ موادو، بنزینو او بیلابیلو برخه کې لاسلیک شول. دا وو د هغه وخت تړونونه چې یواځې د یو هیواد سره موافقې ته پر رسیدلي وو همداسې د نړۍ ډیرو نورو هیوادونو سره تړونلیکونه او تفاهمات تر سره شوي وو.
همدغو تړونونه او د خدمت اراده باعث د دې شوه چې دواړو خواوو حکومتونه تغیرشي،افغانستان کې د ثور انقلاب چې په روسانو ورټپ شو،دلته کې یې داود خان شهید کړ او ایران کې اسلامي انقلاب غربیانو له خوا حمایه شو او هلته کې یې رضا شاه تبعید کړ او سیمه کې د بنسټیزو پروژو پلي کیدو او پرمختګ مخه ډب شوه.
اوس راځم اصلي موضوع د شته حکومت لاسته راوړنو ته په تیرو پنځو کالونو:
-1د اساسي قانون پر بنسټ د نظام د دولتدارۍ لپاره د نوي سیستم جوړول، چې د افغانستان د خلکو د ملي آرادې څرګند ممثل بلل کیږي.
-2له ملي امنیتي ځواکونو خاصه قدرداني او د هغوی هرې برخې ته خاصه پاملرنه کول.
-3د کمانډو ځواکونو نوې قول اردو جوړول او د هوايي ځواکونو پیاوړي کول.
-4د امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د کوپون ورکولو پروسې پیل کول.
-5په هره ملي موضوع کې د اجماع رامنځته کول او په اړه یې د ټولنې د ټولو قشرونو نظرونه اخیستل.
-6د ارګ او مسجد تر منځ د شته واټن له منځه وړل او ارګ د ټولو خلکو په ملي کور بدلول.
-7د حکومت په بېلابېلو برخو کې د عامه مشارکت لپاره زمینه برابرول.
-8ځوانانو، میرمنو، ورزشکارانو او معلولینو ته خاصه پاملرنه کول.
-9د حکومت په لوړو پوستونو کې د ځوانانو استخدام او په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې زیاتول.
-10اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون توشیح کول او د ژورنالیستانو څخه د حکومت خاص ملاتړ کول.
-11د لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه د حکومتي مسئولینو له لوري خلکو ته د حساب ورکونې پروسې پیلول.
-12د اتو عالي شوراګانو ایجادول او په دغه شوراګانو کې د لویو موضوعاتو په اړه پریکړه کول.
-13د هېواد په کچه متوازن انکشاف ته خاصه پاملرنه کول او د میثاق شهروندي برنامې پیلول.
-14له ولایتونو سره د سیستماتیکو اړیکو ټینګښت او ولایتونو ته د ولسمشر د کاري سفرونو تر سره کیدل.
-15د ټاپي پروژې عملاً پیل کول
-16د کاسا زر برق پروژې پیلول
-17د سلما بند ګټې اخیستنې ته سپارل
-18د لاجوردو لارې پرانیستل او له دې لارې اروپا ته د افغاني صادراتو د لیږدولو پيل کیدل
-19د آقینې بندر له لارې ترکمنستان ته د ریل پټلۍ پرانیستل
-20د حیرتانو بندر له لارې د چین سره د ریل پتلۍ له لارې وصل کیدل
-21د کمال خان بند د رغونې چارې پیلیدل
-22د مچلغو بند د رغونې چارې پيلیدل
-23چین، هند، ترکیه او تاشکند ته د هوايي دهلیزونو پرانیستل
-24زوراکانو په وړاندې د جدي مبارزې پيلیدل او د ګڼ شمیر زورواکانو نیول
-25په فساد ککړو عالي رتبو مامورینو دوسیې څارنوالۍ ته سپارل
-26د سولې په اړه د ملي، سیمه ییزې او بین المللي اجماع را منځته کول
-27په ګڼو نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون او د نړیوالې ټولنې مالي او سیاسي ملاتړ ترلاسه کول
-28د ولسوالانو او ښاروالانو ملي کنفرانسونو جوړیدل
-29د غزني او پکتیا ولایتونو لومړۍ درجې ته ارتقاء کول
-30د لغمان او بادغیس ولایتونو دویمې درجې ته ارتقاء کول
-31د بدخشان د شورابک برښنا بند د رغیدنې پيلیدل
-32د کندهار د دهلې بند جوړولو پيل کیدل
-33د پارلمان د نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل
-34د دارالعمان ماڼۍ د بیا رغونې کارونه پيل کیدل او تقریباً نهايي کیدل
-35له کلونو وروسته د ټول هېواد په کچه د استقلال ورځې په ځانګړو مراسمو لمانځل کیدل
-36د ملي امنیتي ځواکونو په نوم د حوت د ۹ ورځې نومول
-37د هرات د حلقوي سړک رغول او ګټې اخیستنې ته سپارل
-38د بامیانو د سړک رغول او ګټې اخیستنې ته سپارل
-39د جبل السراج د سمینټو فابریکې بیا رغول
-40د ملي عوایدو په زیاتوالي کې فوق العاده زیاتوالی را وستل
-41د تدارکاتو د کمیسیون ایجادول
-42میدان وردګ او غزني ته د برښنا لیږدول او همداسې کندهار ته یې د لیږلو د کار جریان
-43لوګر او پکتیا ته د برښنا لیږدول او خوست ته یې د انتقال د کار جریان
-44په ننګرهار کې د زر بستریز روغتون د جوړیدلو کار پیل کیدل
-45د ځوانانو او علماوو کنفرانس جوړیدل
-46د ښځو د ملي سمپوزیم ترسره کیدل
-47د میرمنو د سوداګرۍ خونې ایجادول
-48د معلولینو څخه د ملاتړ ادارې ایجادول
-49د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو چارو د نوي فصل پرانیستل،تړونونه او تفاهمنامې لاسلیکول
-50په لومړي ځل چین ته د جلغوزو صادرول او نور نړیوالو بازارونو ته د افغاني صادراتو رسول
-51د مسلکي او تخنیکي زده کړو د ادارې ایجادول
-52د چهلستون د باغ د بیا رغول
-53په جوزجان کې د انرژۍ په تولید پانګونه
-54د مخابراتو برخه کې د دیجیټل کاسا پروژې پیل
-55د زعفرانو کر او تولید ته په یو شمیر ولایتونو کې خاصه پاملرنه کول
-56په امنیتي نهادونو کې بنسټیز اصلاحات را وستل
-57ولایتونو ته د ځانګړو صلاحیتونو ورکول
-58ښاروالیو ته د تشویقي بودیجې ورکول
-59د تل پاتې او با عزته سولې په موخه د بنسټیزې طرحې ترتیبول
-60او په پښتونخوا کې د روانو مدني او مشروع فعالیتونو څخه ملاتړ کول
بیلا بیلو بنیادي پروژو او تړونونه او تفاهمنامې او حتی عملي کارونه د دې باعث وګرځیدل چې نړیوال زبر ځواک بیا د افغانستان سولې تر نامه لاندې د تورې کودتاه طرحه جوړه او د تطبیق اراده یې لري.تر څو شاته وګرځو.
اخر کې پر افغان ملت غږ کوم چې تر څود وخت او فرصتونو په ارزښت پوه نشو،مدیر یت یې نکړو له بیلابیلو بحرانونو سره به مخ کیږو خو اخر تر کله!