
په خړو اوبو کې ښکار
دنیواک ( استعمار ) رښتیني بڼه
صلیب او وسله
نصرانیت او پیچلې لوبه
ولې دافغانانو عیسوي کول ؟؟
له کومې ورځې ، چې امریکا او دناټو غړو هېوادو په اصطلاح دترهګرۍ پر ضد جګړه پیل کړه ورسره جوخت افغانستان ته له هر لورې دعیسوي مبلغینو بهیر رامات شو تر څو هغه ملت دمرګ له کومې راوکاږي ، چې له مسیح پرته ېې بل څوک وس نه لري او هغه ټولنه وژغوري ،چې تر اوسه په کې یوه کلیسا هم نشته او ګرد هېواد ېې دمسیح پر اورادو په سر راواخلي .
که موږ چیرې په افغانستان کې دعیسوي موسسو تګلارو او چلند ته ځير شو دا ورځنې سمدلاسه جوتیږي ،چې سرچینه ېې سیاست دی او دا پرته له دې ،چې دنیواک او کنترول ستراتیژي دې پلې کړي بل څه نه دي . څلوېښت کاله وروسته ،چې په افغانستان کې دپروتستانیت لومړنۍ کلیسا – دارواښاد موسی شفیق دصدارت پر مهال - پر تراکتورونو ویجاړه شوه اوس یو ځل بیا په دغه هېواد کې دنصرانیت خبرو ځوږ جوړ کړې ،افغانستان په خپل ټول تاریخ کې له نصرانیت سره کومه دیاد وړ تجربه نه لري .
دشلمې پیړۍ په شپیتمه لسیزه کې دامریکا ولسمشر جنرال ایزنهاور له کابل څخه لیدنه درلوده هغه مهال نوموړي دپخواني شوروي اتحاد سفارت ته څیرمه دیوې کلیسا دجوړونې غوښتنه وکړه دنوموړي دا غوښتنه دیني نه وه ، بلکې موخه ېې دا وه ،چې څرنګه د شوروي اتحاد له کړنو او موخو ځینې ځان خبر کړي دټولواک محمد ظاهر شاه دواکمنۍ پر مهال افغان استخباراتو دا خبره هم منلې وه ،چې موخه ېې دیني نه ، بلکې استخباراتي وه .
لکه څرنګه ،چې په کابل کې لومړنۍ کلیسا له سیاست او نړیوال کړکیچ سره تړاو درلود دارنګه کولای شو ،چې په افغانستان کې دروان سیاسي نصرانیت ار بڼه د نیواک پلوه لیکوالو دلیکنو په رڼا کې وپيژنو .
يوه پیړۍ وړاندې ،چې عیسوي کېشش چارلز دومینګو دنیواک په اړه څه ویلې و نن ېې دافغانستان پر ځمکه پر خپلو سترګو وینو نوموړی وايي : دنیواک مثلث له دریو څیزونو رغیدلې دی : نظامي ځواک ، سوداګریز شرکتونه ، دنصرانیت مبلغین .
نصرانیت ته رابلل دملتونو دبیده کولو پروسه ده او موخه ېې داده ،چې نیواک ته لار پرانیزي او دا وړتیا ور په برخه کړي ،چې په مناسب وخت کې ېې ځمکه پر خپل ګروت کې ونیسي .
دکینیا پخواني ولسمشر جومو کینیا تا به ویل : کله ،چې سپین انسان زموږ سیمې ته راغی ځمکه زموږ په لاس کې وه او انجیل دهغه ، بیا ېې موږ ته وویل : راځې ،چې په ګډه لمونځ وکړو ، موږ ېې پر خبره باور وکړ او سترګې مو پټې کړې ،چې ځه موږ خو لمونځ کوو کله مو ،چې سترګې پرانېستې ومو لیدل ، چې ځمکه دهغوي په لاس کې ده او انجیل زموږ .
په خړو اوبو کې ښکار
پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد یرغل دکمونیزم له خپریدو سربېره عیسوي مبلغینو ته هم دفعالیت زمینه برابره کړه، په میلونو افغانان پاکستان ، هندوستان او اروپايي هېوادو ته مخه کړه هلته دا ګډوال دعیسوي موسسو ،چې بېساری امکانات ېې دهمدې موخې لپاره ځانګړې کړې و غوړه مړۍ شوه .
په پلازمینه اسلام اباد کې دعیسویانو مرکزونه دهمدې موخې لومړني زړي دي ،چې هلته وکرل شول او سترګې ېې هغو افغان ګډوالو ته اړولې وې ،چې دشمال له لورې دکمونیزم او دسویل له لورې د عیسوي موسسو له نادودو تر پوزې رسیدلې و .
پاکستان که له یوې افغان جهاد ته ځای ورکړې و له بلې خوا ېې خپلې دروازې دلویدیز عیسوي موسسو ته هم پرانېستې وې ، افغان وګړي دکمونیز م له نیواک ، بیوزلۍ ، بېسوداۍ ، جګړې ، ناروغیو ، مخدره موادو سره لاس وګریوان و پردې سربېره ددولت نه شتون ،چې دټولنې ارزښتونه خوندي کړي . دعیسوي مبلغینو لپاره اسانه مړۍ وه ،چې له کومې ېې تېر کاندي .
افغان ولس له پنځو پړاونو تېر شوې دی :
لومړی : دنړیوالو زبرځواکونو پر لاس دغمیزو راپنځول ، دټولنې دجوړښت او انډول ړنګول .
دویم : دوضعیت دکنترول په پلمه لاسوهنه .
درېیم : دعیسوي موسسو دراوزې پرانېستل ،چې ولس له خپل اسلامي چاپیریال او تمدن سره اړیکې پرې کړي .
څلورم : دڅارګرۍ پیل ،چې د ټولنې ګرد اړخونه ېې تر پوښښ لاندې راوستې و .
پنځم : دخپلو ملګرو دژغورنې لپاره د ( بشرحقوق ) شعار کارول او ملاتړ ېې کول .
دنیواک ( استعمار ) رښتیني بڼه
دامریکا نیواک یوازې نظامي هغه نه دی ، بلکې دا له ځان سره دسیاسي ، قانوني ، کلتوري ، فرهنګي ، مطبوعاتي او دیني تګلارو پوره او کره پروژه لري .
کله ،چې له دوېمې نړېوالې جګړې راوروسته امریکايي ځواکونو پر سویلي کوریا برید وکړ نو جوخت ورسره امریکايي کلیسا راغله او دسویلي کوریا څلورمه برخه استوګن ېې عیسویان کړل کټ مټ لکه څرنګه ،چې له پلپین سره وشول . دامریکا پخوانی ولسمشر ولیام مکنلي په یوه مرکه ،چې په 1903 ز کې ترسره شوې ده وايي : یوه شپه ناوخته مې یو رباني پیغام تر لاسه کړ ،چې راته ېې ویل : داشونې نه ده ،چې پلپینیان هسپانویانو ته پریږدو ځکه دا به نادوده وي ، داهم شونې نه ده ،چې فرانسې او المان ته ېې وسپارو ځکه دوی په منځني ختیځ کې له امریکا سره دسوداګرۍ په برخه کې سیالي کوي او دا دشرم خبره ده ، دا هم شونې نه ده ،چې همداسې خپلواکه ېې پریږدو اوخپلې چارې په خپله سمبال کاندي ځکه دوی دا وړتیا نه لري ګډوډي به رامنځته شي او دهېواد وضعیت به یې نور هم خراب شي دا به بیا له هسپانویانو سره له جګړې ناوړه حالت وي اوس نو دا زموږ دنده ده ،چې ګرد پلپینیان راونیسو ، بافرهنګه ېې کړو ، سویه ېې ورپورته کړو ،چې باکلتوره شي او عیسویان شي او دالله پر مرسته به خپلو ورورڼو ته هغه څه وړاندې کړو ځکه ،چې مسیح هم دانسانیت لپاره په دار ځړول شوې دی .
صلیب او وسله
ځینې داسې لاسوندونه شته ، چې دامریکا د دولتي موسسو او پروتستانت کلیسا ترمنځ دبهرنۍ تګلار او دپنتاګون ترمنځ اړیکې رابرسېره کوي دبېلګې په توګه پنتاګون حساسه دولتي اداره ده ، خو ددغو دوو اړخیزو اړیکو څخه بې برخې نه شوه د 2008 ز داپریل پر 10 مه نېټه دپنتاګون مرستیال وزیر ډګرمن ولیام بویکن دخپلې وینا په یوه برخه کې داسې وویل :
( غواړم ،چې له مسیح سره دجنت په دروازه کې په داسې حال کې مخ شم ،چې وینې مې له لاس او ګونډو څڅیږي ، نیزه مې په لاس کې وي ورته به ووایم : وګوره ، زه دجګړې له ډګره راغلم ما ستا لپاره جګړه کوله ) . بیا نو جنرال په لوړ اواز چیغه کړه : اې ښاغلو ، اغلو خپل ډالونه درپورته کړې او دجګړې تل ته ورښکته شې .
همدا جنرال یوه ورځ داوریګان ایالت په یوه کلیسا کې ،چې نظامي یونیفورم ېې په تن و ودرید او زیاته ېې کړه : موږ د رب په لښکر ، درب په کور او درب په واکمنۍ کې دهمداسې یوې ورځې لپاره روزل شوې او ستر شوې یو ، زموږ دښمن یوازې د ترهګرۍ مشران نه ،بلکې زموږ دښمن خپله همدا دین دی .
په یوه بله غونډه کې ېې ویلې و : زموږ رب دمسلمانانو له هغه ډېر ځواکمن دی .
دصلیب او وسلې ترمنځ پیاوړې اړیکې یوازې دجمهوري غوښتونکو دواکمنۍ ځانګړنه نه وه ، بلکې داوباما دواکمنۍ په لومړیو اونیو کې CNN او ABC تلویزونونو له دې پرده پورته کړه ،چې تریجیکان شرکت ،چې امریکايي پوځ ته دوسلو په برابرولو کې ېې ډېر شهرت تر لاسه کړې دمسیح په نوم ټوپک جوړ کړې دی او دانجیل ځینې ایاتونه ېې پرې کښلې دي دواړو کانالونو داسې یو ټوپک وښود ،چې دیوحنا انجیل 12 ګڼه ایات ، چې وايي : (بیا ورسره عیسی خبرې وکړې زه دګردې نړۍ رڼا یم ) کښل شو ې و . تلویزونو هغه لرلیدونه ( دوربین ) هم وښودل ،چې په افغانستان کې له ځانګړو ځواکونو Special Force ته سپارل شوې دي او دڅلورم کتاب 6 ایات ددویم پولیس وینا ، چې دکورنثوس استوګنو ته ېې کړې وه پرې کښل شوې ( هغه ذات ، چې رڼا له تیارې څخه راوباسي همدې بیا زموږ په زړونو کې دا رڼا راپنځولې ده ،چې دحضرت مسیح په مخ کې دالله دقدرت نښې وګورو ) .
دوه کاله وړاندې الجزیرې تلویزون اونور شبکو په افغانستان کې دامریکايي پوځ د عیسوي ملایانو مشر هینسلي هغه حماسي ډوله وینا خپره کړه ،چې مخاطب ېې په بګرام هوايي اډه کې امریکايي سرتیري و : ( امریکايي ځانګړي ځواکونه سړي ښکاروي او موږ دعیسویانو په توګه ورته کار کوو ، خو موږ بیا دمسیح لپاره ښکار کوو ... هو موږ ورپسې یو ، جال ورته نصبوو ، دلارښونې او هدایت غشي ورته سیخوو ،چې دمسیح دواکمنۍ په جال کې راګیر شي دا به تر سره کوو دا زموږ دنده او داعیه ده ) .
دامریکايي سرتېرو هغه رسوايي به تر ډېره دخلکو په ذهن کې پاتې وي ،چې په پښتو او پاړسي ېې دسیمې پر استوګنو یې انجیل ویشه .
نصرانیت او پیچلې لوبه
په افغانستان کې دنصرانیت فعالیت د ډاکتر ولیام ویلسون - ایراني الاصله امریکايي - پر لاس پیل شوې ، نوموړی په 1951 ز کې افغانستان ته راغلې و او پوره 22 کاله وروسته ورځنې وشړل شو . دې عیسوي کېشش دنور په نامه دسترګو روغتون او د ړوندو لپاره یوه موسسه هم پرانېستې وه پردې سربېره ېې هغه مهال دپاچا زوی ته دانګلیسي درس ورکاوه .
په ملګرو ملتونو دافغانستان پخواني استازي ډاکتر روان فرهادي ماته ویلې و دپخواني شوروي اتحاد دتشیال ( فضاء ) مخکښه ترشکوفا په 1969 ز کې افغانستان ته راغلې وه هغه مهال دکابل په نړیوال هوايي ډګر کې یو نندارتون پرانېستل شوې و نوموړۍ له دې نټه ( انکار ) وکړه ، چې په نندارتون کې دړوندو دښوونځي څانګې ته ورننوځي .دشورویانو له انده دې ښوونځي دمتحده ایالاتو له پټو پلانونو سره تړاو درلود .
دافغانستان په څير یوې تړلې ټولنه کې ،چې دعیسوي مبلغینو پر وړاندې ګردې دروازې تړلې وي کلیسا فکر وکړ ،چې داسې پلان جوړ کړي او دا زمینه په لاس ورکړي ،چې دکړکیو او پټو دروازو له لارې ورننوځي همدا وه ،چې د ( خیمو ګنډونکو ) تګلار ېې راخپله کړه او عیسوي مبلغین وتوانیدل ،چې په افغانستان کې خپل هویت پټ کاندي .
دا نومونه ( اصطلاح ) دنوې پېر ( عهد جدید ) درېیم ایت څخه رااخستل شوې ده او کېسه ېې داسې وه ،چې پولس به دیونان په کورنس ښار کې خلک عیسویت ته رابلل او خپل ورځني لګښتونه به ېې دکیږدیو دګنډنۍ له لارې پوره کول نن ورځ د انومونه هغه مسلکي وګړو ته کارول کیږي ، چې دخپلو رسمي دندو لکه طب ، انجینري ، تعلیم و تربیه ، سوداګرۍ سربېره عیسویت ته نور رابولي او له کلیسا او عیسوي ټولنې کومه بسپنه نه تر لاسه کوي .
په افغانستان کې دخیمو ګنډونکو فعالیت له ډېره پخوا پیل شوې و ، خو امریکايي نیواک ( استعمار ) درسمي او نارسمي عیسوي مبلغینو پر وړاندې ډېرې دروازې پرانېستې او له هر لورې دې بیوزله هېواد ته د دوی بهیر رامات شو دبېلګې په توګه : نړیوالو مرستو ټولنه ، نړیوال لرلید ، دنړیوالو موسسو ټولنه ، دانطاکیې دکلیساو ټولنه ، نړیواله درملنه ، نړیواله پاملرنه ، بیړنۍ سرپنا، دخدمتونو ټولنه ، دسولې انجیل ، اکسام ، سمارتین او نور
نن ورځ په افغانستان کې دعیسویت چارې دلویدیز پر بسپنه دنیپالیانو ، پاکستانیانو ، ایرانیانو ، هندوانو ، کوریانو ، پلپینیانو او د تاجکستان ، اوکراین دځینو وګړو پر وسیله ترسره کیږي ، ددوی دکار او فعالیت سیمې دافغانستان مرکزي ولایتونه دي ،چې وګړي ېې له بیوزلۍ سره لاس وګریوان دي او دمذهبي اختلافاتو دراپنځونې لپاره دنورو په پرتله وړ هغه ده .
عیسوي مبلغ له افغانانو سره دچلند پر مهال دیني اداب په پام کې نیسي او له بلې خوا دهغو ډلو پر کړنو او چلند ډېر حساب کوي ،چې لویدیز ېې داسلامي نړۍ ښکاروندوی ګڼي او دا ډلې بیا دقبیلوي دوداو دشریعت دلارښونو تر منځ یو ډول انډول هم رامنځته کوي .
ولې دافغانانو عیسوي کول ؟؟
دافغان انسان لپاره اسلام کوم روحاني تړاو نه دی ،چې دوګړي تړاو له رب سره سمبال کاندي ، بلکې دا داسې یو نسبت دی ،چې له دې افغان سره له زانګو نیولې تر لحده پورې مل وي او دافغانانود وګړنیز او ټولنیز ژوند ټولې برخې ېې په خپل بر کې نیولې وي دلته په کلتور ، تاریخ ، هنر ، اخلاق ، ادب کې اسلام له ورایه جوت دی دبلخ ، هرات ، کابل ، غزني ، تخارستان ا وبست پر ځمکو ،چې کومو تمدنونو تیغ وهلې دی د ټولو سرچینه اسلام دی .
کله ،چې دې سیمې ته اسلام راورسید ورسره جوخت هم تمدن په غوړیدو شو دسیمې په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره دیونان په کچه نوموتي پوهان اواندیال ( مفکر) لکه ابن سینا ، البیروني ... راڅرګند شول .
په دې خاوره کې اسلام دملي توکو څخه یو هغه دی دلته ،چې له یرغلګرو لکه مغول ، انګریزان ، روسانو او نورو سره دازادۍ څومره جګړې شوې دي د ټولو سرچینه اسلام و او هغو مشرانو ،چې دا جګړې رهبري کولې نن ورځ ورته داسلام دمخکښانو او ستورو په سترګه کتل کیږي .
اسلام دافغاني ټولنې یوه پیاوړې ستن ده که دا چیرې کاواکه شي ټولنه ورسره په خپله کاواکه کیږي ارزښتونه ورسره پیکه کیږي .
نن ورځ نصرانیت لګیا دې دافغاني ټولنې جوړښت او ارزښت ګواښي همدا اسلام دی ،چې دافغانستان دمېشتو ټبرونو او خیلونو ترمنځ ېې پیوستون رامنځته کړې دی دافغانستان دتاریخ په ډېرو سختو شېبو کې همدا اسلام و ،چې دلته میشت قومونه ېې سره موټې کړې دي .
دافغان ولس د عیسوي کولو هڅه یوازې دیني هغه نه ده ، بلکې دا دنیواک ( استعمار ) کره ستراتیژي ده ،چې څرنګه دا ولس له خپل تمدن څخه جلا کړي او دافغان انسان دشخصیت ځواک اووړتیا اوبه کړي او دافغانانو دمقاومت څلي له داخله ونړوي .
دلته زه په ګرده اسلامي نړۍ غږ کوم او دخطر دا زنګ شرنګوم ، چې افغانستان دنصرانیت او نیواک ترمنځ راګیر دی ما خپله غاړه خلاصه کړه الله عزوجل شاهد دی .