
روهي (يوه نۍ/۴ د وري)، کورنيو چارو وزارت وايي چې ځانګړي ځواکونه به يې په پنجشير ولايت کې د حسیب چې په قوای مرکز شهرت لري خپلسری وسله وال ډېر ژر ونېسي.
د وزارت سرپرست وياند نصرت رحيمي رسنيو ته ويلي دي چې تېره جمعه شپه د نوموړي د نېونې عمليات شوې خو ځواکونه يې په نېونې بريالي شوي نه دي.
د نوموړي په وينا چې د حسیب قوای مرکز يو وسله وال ملګری نېول شوی او د نوموړی د نېونې عمليات هم جريان لري.
کورنيو چارو وزارت وايي چې نوموړی په درېيو وژنو، وسله والو غلاوو او قانون ماتونې تورن دی او د قانون منګلو ته به وسپارل شي.
بيا له بلې خوا د حسیب قوای مرکز په نوم دغه خپلسری وسله وال حکومت ته ګواښونه کوي او په ټولنيزو رسنيو د بغاوت وېډيوګانې نشر کوي. حسيب وايي چې حکومت نه شي کولی چې ما ونېسي او د حکومت پر وړاندې د مبارزې خبرداری ورکوي.