زمونږ ځوان کهول او بې کنټروله سیاسي لوبې!

له هرڅه وړاندې غواړم ځوانان تعریف کړم چې ځوانان څوک دي؟ څه غواړي او دا مهال له کومو ناخوالو سره مخ دي؟

ځوانان هغه وګړي دي چې د ښو اخلاقو نمونه وي، په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره کار کوي له هېواد سره بې ساري مینه ولري او په خورا صداقت سره خپلې خاورې ته خدمت کوي. او تل د خپل هېواد د آبادۍ، پرمختګ او سوکالۍ غوښتونکي دي.

له بده مرغه زمونږ ځوانان نن له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ځوانان د دې پرځای چې زده کړې وکړي یا خو له هېواده بهر تګ ته مجبوریږي، یا هم په نشه یي توکو اخته کېږي یا د بېلا بېلو وسله والو ډلو د تبلیغاتو ښکار ګرځي، او هغه شمېر ځوانان چې تر یوې کچې یې زده کړې یې ترسره کړي وي هغه هم د خپلو ځینو مشرانو د ناوړه سیاسي لوبو ښکار کېږي چې راتلونکي یې نا معلوم لوري ته بیایي.

ځوانان چې د ټولنې د ملا تېر حیثیت لري او د هېواد د وګړو ډېری شمېر ځوانان تشکیلوي زمونږ په ټولنه کې تر ډېره د سیاسي لوبو قرباني شوي او په بېلابېلو نومونو، ډلو او تپلو د ډول ډول ګروپونو ترنامه لاندې له یو بل سره په ناسالمو سیالیو کې ښکیل کړې دي چې د دې ځوانانو راتلونکي ته جدي ګواښ دی.

په داسې حال کې چې ځوانان باید په سیاسي نړۍ کې د مثبت بدلون لپاره کار وکړي نه د وګړو لپاره او د خپلې ټولنې ملي ګټو ته ژمن پاتې شي ترڅو وکولای شي چې په راتلونکي کې د خپلې ټولنې لپاره په سمه توګه د چوپړ جوګه شي او د هېواد راتلونکو نسلونو ته یوه نمونه پاتې شي. په داسې یوه ټولنه لکه افغانستان کې د ځوانانو ونډه په سیاسي لوبو کې هغه هم نامعلوم لوري ته خورا ځورونکې ده.

د بېلګې په توګه د پرون سیاسي مشران چې تل به یې یو شمېر ځوانانو ملاتړ کولو او پر خواله رسنیو کې به یي ورته بېلابېل کمپاینونه کول او له نورو ځوانانو سره یې د همدې مشرانو لپاره اړیکې ورانولې، نن برعکس نه هغه مشر په خپلو ژمنو عمل وکړ او نه هم شعاورنه پلي شول، بلکې په بشپړه توګه هر څه بدل شول او بېړۍ د ساحل د لوري پرځای په بل لوري روانه شوه.

متأسفانه نن زمونږ په هېواد کې ډېری ځوانان که هر څه یې لوستي وي، سیاست ته مخه کوي آن دا چې یو د ښوونځي زده کوونکي هم په خواله رسنیو کې سیاسي لیکنې او سیاسي مسایل مطرح کوي او تر ټولو جالبه خو یې لا دا ده چې داسې سیاسي پلویان هم شته چې تر دې دمه یې له خپل مشر سره له نږدې هم ندي لیدلي. او له بده مرغه هغه مشر یې خپل څنګ ته د ورتګ اجازه هم نه ورکوي، خو بیا هم همدا ځوانان د ناوړه سیاسي لوبو ښکار کېږي او په ټولنه کې هغه مینه او محبوبیت چې لري له لاسه یې ورکوي په همدې توګه له نورو قومونو او سیمو له ځوانانو سره خواله رسنیو کې بې ځایه بحثونه او دلایل وایي چې د بې اتفاقۍ او ناخوالو سبب ګرځي.

ځوان نسل ته په کار ده چې په سیاسي لوبو کې د ناوړه سیاست ښکار نشي او په خپله وکولای شي چې له خپلې انرژۍ او فزیکې ځواک څخه په ګټه اخیستنې سره په بېلابېلو رشتو او ډګرونو کې د خپل ولس لپاره کار وکړي. د ننني عصر یوه اساسي غوښتنه له ځوانانو داده چې باید هر ځوان خپل مسلک او تخصص کې خپل استعداد پیاوړی کړي او ځان ورسوي نه دا چې زده کړې یې انجینري وي او دی په سیاست کې لګیا وي یا یې زده کړې د سوداګرۍ په برخه کې کړې وي خو لیکنې په سیاست کې کوي او سیاستوالو ته مشورې ورکوي، یا دا چې زده کړې یې د طب په برخه کې کړې وي خو لوبېږي په سیاست کې.

اوس وخت کې مونږ ټولو ته پکار ده چې خپل مسلک ته ژمن پاتې شو، ځانونه ورسوو، مطالعه وکړو، له نورو هېوادونو څخه تجربې ترلاسه کړو او د خپل مسلک له لارې خپل هېواد او ولس ته د خدمت جوګه شو.