يونېسېف : د جګړې پرتله ناولې اوبه زرګونه ډېر ماشومان وژني

روهی( یوه نۍ/۴ د حمل)، یونېسېف ویلي دي چې د جګړې په سيمو کې د هغو ماشومانو چې عمرونه يې له ١٥ کلونو کم دي، د تاوتريخوالي پرتله د هغو ناروغيو له امله يې د مړينې شونتيا درې برابره ډېره ده چې د ناپاکو اوبو او روغتيا ساتنې ته د نه پاملرنې په پايله کې پرې اخته کېږي.
 
یونېسېفویلي تر ټولو ډېر زيانمنونکي بيا هغه ماشومان دي چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي. له ناورغيو د دوي د مړينې امکان د تاوتريخوالي پرتله ٢٠ سلنه ډېر ترسترګو کېږي
 
یونېسېف ویلي دي چې اوبه باید پاکې وساتل شي او هغو ته ناولي شیان ورګوزار نه شي